ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات حوزوي روغتون ته د مراجعینو ډېرېدل؛ مسوولین: لا ډېرې بودجې او ملاتړ ته اړتیا لرو

د هرات حوزوي روغتون ته د مراجعینو ډېرېدل؛ مسوولین: لا ډېرې بودجې او ملاتړ ته اړتیا لرو

author avatar
7 Aug 2024 - 16:40
د هرات حوزوي روغتون ته د مراجعینو ډېرېدل؛ مسوولین: لا ډېرې بودجې او ملاتړ ته اړتیا لرو
author avatar
7 Aug 2024 - 16:40

هرات (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۳): د هرات حوزوي روغتون مسوولین وایي چې د دغه روغتون د مراجعینو په شمېر کې د پام وړ ډېروالی راغلی خو د بودجې کمښت له امله د پراختیا او غوره خدماتو وړاندې کولو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.

د دغو مسوولينو په وينا، د هرات ولايتي روغتون د محدودو بسترونو او د لابراتوار برخه کې د کمو روغتيايي اسانتياوو په لرلو سره، د هېواد په لوېديځه حوزه کې اصلي روغتيايي مرکز دی.

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب ډاکټر محمدعارف جلالي پژواک خبري اژانس ته وویل چې یادې ستونزې د دې لامل شوې چې د دغه روغتون د کارکوونکو د کار انګېزه کمه شي؛ ځکه د مراجعینو شمېر ته په کتو د هرات حوزوي روغتون لا ډېر ملاتړ ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه، دمګړۍ د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له دغه روغتون څخه خپل مالي ملاتړ درولی او دوی د تېلو، امبولانس، طبي اکسیجن، ګاز، لابراتوار، د ناروغانو خوړو او پرسونل برخو کې د بودجې له کمښت سره مخ دي.

جلالي د دغه حوزوي روغتون لوړو لګښتونو ته په اشارې وویل چې مخکې به د عامې روغتیا وزارت ترڅنګ، موسسو هم د دغه روغتون د لګښتونو برخه کې لازمه همکاري کوله خو اوس دا همکاري نه کېږي او روغتون د بودجې له کمښت سره مخ دی.

نوموړي وویل، اړتیا ده چې د حکومت ترڅنګ همکارې موسسې هم د دوی ملاتړ وکړي او د مخکې په څېر خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب دغه‌راز وویل، دا روغتون چې د ورځې له ۱۸۰۰ تر ۲۰۰۰ پورې مراجعین لري، ۶۴۰ بستره لري چې بسنه نه کوي.

بلخوا، د هرات حوزوي روغتون د مغز او اعصابو برخې متخصص ډاکټر برکت‌الله محمدي وایي چې په دغه روغتون کې په شته امکاناتو سره بېلابېل لوی عملیاتونه ترسره کېږي.

ډاکټر محمدي وویل چې یوازې تېر کال کې په دغه روغتون کې ۵۰۰ د مغزي تومورونو، د ملا ډېسک، د مغزي ضرباتو او مغزي خونرېزیو عملیاتونه ترسره شوي.

یو شمېر ناروغ لرونکي وايي چې دغه حوزوي روغتون کې د درملنې، لویو او وړو عملیاتونو لپاره مجرب پرسونل شته خو ډېرو وسایلو او امکاناتو ته اړتیا ده.

د بادغیس ولایت یوه اوسېدونکي نېک محمد پژواک ته وویل چې له پنځو میاشتو راهیسې ناروغ لري او هرات ته یې څو ځلې سفر کړی خو د ده د ناروغ تشخیص یوازې په دغه حوزوي روغتون کې شوی دی.

د هغه په خبره، ناروغ یې په سر کې تومور لري او شاوخوا لس شپې کېږي چې دغه روغتون کې بستر او تر درملنې لاندې دی.

نوموړي زیاته کړه چې د هرات حوزوي روغتون مجرب ډاکټران لري او ناروغانو ته رسېدنه کوي او اوس یې د ناروغ وضعیت هیله‌بښوونکی دی.

د هغه په خبره، که ناروغ یې ژر ښه شي، نورو هېوادونو ته به د درملنې لپاره لاړ نه شي، خو اړتیا ده چې دغه روغتون ته لا ډېر امکانات ورکړل شي.

د هرات یو اوسېدونکی حبیب‌الله وایي چې دوه میاشتې مخکې کوچني زوی یې په ایران کې په سر ضربه خوړولې وه، خو اوس یې د درملنې لپاره دغه روغتون راوړی دی.

هغه د دغه روغتیايي مرکز له ډاکټرانو خوښي وښوده او ویې ویل: «موږ باید د درملنې په موخه نورو هېوادونو ته لاړ نه شو؛ ځکه چې زموږ او تاسې ډاکټران ښه وړتیا لري او باید ملاتړ یې وشي‎.»

ورته وخت کې، هرات کې د روغتیایي چارو پوهان وایي چې د بودجې کمښت د دغه روغتون لپاره د اندېښنې وړ دی.

د هرات د ډاکټرانو د اتحادیې رییس ډاکټر نثاراحمد مصدق وایي چې د روغتیايي خدماتو وړاندې کول بشپړې بودجې ته اړتیا لري او که بودجه کمه وي، ډېر خلک به له بېلابېلو ستونزو سره مخ شي.

په دې اړه مو وغوښتل چې د هرات د عامې روغتیا ریاست نظر هم ولرو خو د دغه راپور تر خپرېدو پورې پر دې چاره بریالي نه شوو.

د هرات د حوزوي روغتون د مسوولینو د معلوماتو له مخې، په دغه روغتون کې د ۱۴۰۳ کال لومړیو درېیو میاشتو کې ۱۷۱ زره ناروغان راجستر شوي چې دې موده کې له لس زرو ډېر بېلابېل عملیاتونه ترسره شوي دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.