ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسوولین: د ننګرهار د روږدو درملنې روغتون بسترونو شمېر دې ۳۰۰ ته لوړ شي

مسوولین: د ننګرهار د روږدو درملنې روغتون بسترونو شمېر دې ۳۰۰ ته لوړ شي

author avatar
11 Aug 2024 - 16:04
مسوولین: د ننګرهار د روږدو درملنې روغتون بسترونو شمېر دې ۳۰۰ ته لوړ شي
author avatar
11 Aug 2024 - 16:04

جلال‌اباد (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۳): ننګرهار کې د روږدو درملنې ۱۵۰ بستريز روغتون مسوولین وايي، د ناروغانو او مراجعينو شمېر ډېروالي ته په کتو دې د دغه روغتون د بسترونو شمېر ۳۰۰ ته لوړ شي.

مسوولین وايي، که څه هم په دغه روغتون کې د موجوده روږدو درملنه په ښه ډول روانه ده خو مراجعین ورځ تر بلې ډېرېږي او شته امکانات بسنه نه کوي.

د روږدو درملنې په یاد روغتون کې بستري کسان وايي، درملنه يې ښه روانه ده خو کورنۍ او حکومت یې باید ملاتړ وکړي  څو بیا نشو ته مخ نه کړي.

د ننګرهار د روږدو درملنې د ۱۵۰ بستريز روغتون امر ډاکټر عبدالقهار لودين پژواک خبري اژانس ته وويل، دوی د روان کال په تېرو څلورو مياشتو کې ۲۲۳ کسان راجسټر کړي چې له ډلې يې ۱۵۹ کسان بستر شوي دي.

هغه زیاته کړه، تېر کال ورسره ۱۷۶۲ کسانو ځانونه د درملنې لپاره راجسټر کړي وو چې په دغو کې ۹۱۳ نوي او ۴۶۷ بيا ځلي بستر شوي کسان دي.

نوموړي دغه راز وویل چې تېر کال یې د ۱۴۲ کسانو کورنۍ درملنه هم کړې او د روغتون د درملنې په نسبت کورنۍ درملنه ځکه ډېره ګټوره وي چې د کورنۍ تر نظارت لاندې وي.

د لودین په خبره، په دغه روغتون کې بستر ناروغانو ته د درملنې او د اعتیاد پرېښودو امکاناتو برابرولو ترڅنګ هغوی ته د ورزش او حرفوي زده‌کړو زمینه هم برابره شوې ده.

بل لور ته، بستر ناروغان د ډاکټرانو له چلند، درملنې او له خپل اوسني وضعيته راضي دي.

مجاهد چې له پاکستانه بېرته هېواد ته راستون شوی او پر نشه‌یي توکو رودږدی دی، پژواک ته وویل، په دغه روغتون کې يې ښه درملنه شوې، خو که بیا ورته د کار زمينه برابره نه شي، نو اندېښمن دی چې يو ځل بيا روږدی نه شي.

د محمدهاشم په نوم يو بل روږدی چې اوس يې درملنه نږدې شوې، وايي، ايران ته د کار لپاره تللی و، خو هلته پر نشو روږدی شو.

دی زیاتوي، کله چې بېرته هېواد ته راستون شو، کورنۍ یې دغه روغتون ته د درملنې لپاره راوست.

خو د دغه روغتون امر ډاکټر عبدالقهار لودین په ننګرهار کې د روږدو د شمېر ډېروالی او دغه روغتون ته د مراجعینو ډېرېدو له امله د دغه روغتون د بسترونو د شمېر لوړولو غوښتنه کوي.

نوموړي وویل چې د روغتون د بسترونو شمېر دې له ۱۵۰ څخه تر ۳۰۰ ته لوړ شي.

بلخوا، د ننګرهار د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، د عامې روغتيا له وزارت سره يې د دغه روغتون د بسترونو ډېرېډو موضوع شریکه کړې ده.

د عامې روغتيا رييس مولوي امين‌الله شريف پژواک ته وويل، دغه موضوع په ننګرهار کې د روغتيا ولايتي مجلس کې پاس شوې او وزارت ته هم په مکتوبي ډول لېږل شول شوې ده.

د يادولو ده، د عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې د روږدو درملنې په ۱۶ مرکزونو کې شاوخوا ۱۵ زره کسان تر درملنې لاندې دي.

Views: 42

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.