کابل (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۳): د افغانستان د ټولګټو وزارت وايي چې په تېر یوه کال کې د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې د ۴،۱ میلیون مټریک ټنه سوداګریزو توکو اتتقالات شوي دي.
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حقشناس نن (دوشنبه) په کابل کې د حکومتي ادارو د یو کلنو لاستهراوړنو په اړه د معلوماتو ورکولو پروګرام کې وویل چې دغه انتقالات له حیرتان، اقینې، تورغونډۍ او خواف – هرات بندرونو شوي دي.
هغه څرګنده کړه چې د یادو انتقالاتو عواید د سیسټمونو له لارې مالیې وزارت ته سپارل شوي دي.
د هغه په خبره، ټولګټو وزارت په تېر یوه کال کې د حفظ او مراقبت ۱۰۹ پروژې پیل کړې وې چې له ډلې یې د ۸۵ پروژو کارونه بشپړ او د ۲۴ نورو چارې روانې دي.
دغه راز، د ټولګټو وزارت مسوولینو په دغه پروګرام کې وویل چې د معیاري سړکونو جوړولو، د سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا، اقتصادي ودې او د افغانستان د پر ځان بسیاینې لپاره یې په ۱۴۰۲ کال کې د څه باندې ۱۰۰۰ کیلومتره سړک د ترمیم او بیارغونې کارونه پیل کړي او دا مهال هم دوام لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP