Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ننګرهار لسو ولسوالیو کې څارویو ته د واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو

جلال‌اباد (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۳):  د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست وايي، د دغه ولايت په لسو ولسواليو کې یې د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ شاوخوا سل زره څارويو ته د طاعون او چیچک ناروغيو مخنيوي په موخه د واکسين کمپاین پيل کړی دی.

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وياند اجمل سبحاني د زمري په ۲۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه ولايت په لسو ولسواليو کې د هالنډ کمېټې له لوري ۱۰۰ زره دوزه واکسینونه کوچنیو څارویو ته تطبيقېږي.

دی وايي، په دغه واکسين کې ۵۰ زره دوزه د طاعون او ۵۰ زره دوزه د  چیچک ناروغيو مخنيوي لپاره دی چې شاوخوا سل زره څارويو ته تطبیقېږي.

هغه زياته کړه: «دا واکسین به په دره‌نور، حصارک، شېرزاد، خوږیاني، سره‌رود، رودات، کوز کونړ، کامه، چپرهار او بهسودو ولسواليو کې تطبيق شي چې موخه يې په څارويو کې د ناروغيو مخنيوی او د څارويو لرونکو د اقتصادي ستونزو حل دی.

د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکی جان‌اغا چې پسونو ته یې دغه واکسین شوی، وايي، دا ورسره لویه اقتصادي مرسته ده؛ ځکه همدا واکسین په شخصي درملتونونو کې په لوړه بیه دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم د هالنډ کمېټې له لوري د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې زرګونو څارویو ته بېلابېل ډول واکسینونه تطبیق شوي دي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.