ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان په کچه د شاوخوا ۱۲۲ زره روږدو درملنه شوې

تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان په کچه د شاوخوا ۱۲۲ زره روږدو درملنه شوې

author avatar
14 Aug 2024 - 14:15
تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان په کچه د شاوخوا ۱۲۲ زره روږدو درملنه شوې
author avatar
14 Aug 2024 - 14:15

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۳): د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي چې تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان په کچه د ۱۲۲ زره روږدو درملنه شوې او د نشه‌یي توکو د پروسس ۱۳۵۰ کارخونې له منځه وړل شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د دفتر رییس مولوي حسیب‌الله احمدي پژواک ته وویل، له هغه وخت وروسته چې د اسلامي امارت مشرتابه د نشه‌یي توکو د مخنیوي په برخه کې فرمان صادر کړ، د دغه معینیت د هلو ځلو په پایله کې تر دې دمه په لوړه کچه لاسته راوړنې او فعالیتونه ترسره شوي.

دی وايي، په یاده موده کې د نشه‌یي توکو د کښت او قاچاق کچه د تېر په پرتله کابو صفر ته ټیټه شوې ده.

هغه د جزییاتو له ورکولو پرته زیاته کړه، په تېرو درېیو کلونو کې ډېر نشه‌یي توکي نیول شوي، ضبط شوي، له منځه وړل شوي، ډېره اندازه ځمکه پاکه شوې، ګڼ شمېر قاچاقبران نیول شوي او دوسیې یې محاکمو ته سپارل شوې دي.

هغه زیاتوي، په یاده موده کې د افغانستان په کچه د نشه‌یي توکو د پروسس شاوخوا ۱۳۵۰ کارخونې له منځه وړل شوې دي او همدارنګه د ۱۲۲ زره په شاوخوا کې روږدي کسان راټول، له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي او حرفوي زده‌کړې هم ورکړل شوې دي.

نوموړي د پژواک د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د کلني پلان له مخې، په هره ربع کې باید ۲۰ زره روږدي کسان په مرکز او ولایتونو کې راټول او درملنه یې وشي.

که څه هم د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د دفتر رییس د ډېرو جزییاتو له شریک کولو ډډه وکړه، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د تېرې غبرګولې میاشتې په ۲۶مه د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې د نړۍوالې ورځې په مناسبت پر خپله اېکس پاڼه ځينې معلومات خپاره کړي وو.

د دغو معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت د بریا له پیله تراوسه پورې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو له خوا ۴۷ زره او ۸۷۹ عملیات ترسره شوي چې په پایله کې یې ۱۷ زره او ۲۴۰ شکمن کسان نیول شوي، ۲۱۷۴۳ هکټاره ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوې، ۱۱۹ ټنه بېلابېل نشه‌يي توکي او الکولي مشروبات او۵۳۹۰ ټنه کیمیاوي مواد کشف او ترلاسه شوي دي.

د سیاسي چارو شنونکي معین‌ګل څمکني پژواک ته وویل، د نشه توکو موضوع یوه نړۍواله موضوع ده او په اوسني وخت کې په افغانستان کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه بریالۍ ده.

دی وايي، حکومت د نشه‌يي توکو د مخنیوي موضوع ته ژمن دی او کچه یې صفر ته ټیټه کړې ده.

هغه زیاته کړه: «په تېر امارت کې هم ملا محمدعمر مجاهد د یوه فرمان له مخې، د نشه‌یي توکو کچه صفر ته رسولې وه، خو کله چې جمهوریت حاکم شو کچه یې له حده زیاته شوه او دا په دې مانا چې نړۍوال هم موافق وو چې د افغانستان په خاورې دې دغه بوټي وکرل شي.»

هغه زیاتوي، افغانان د نشه‌یي توکو د کرلو تابیا نه لري.

د سیاسي چارو یو بل شنونکي عزیز معارج پژواک ته وویل، د نشه‌يي توکو کښت، تولید او قاچاق په افغانستان کې د اسلامي امارت په حاکمیت کې په بشپړه توګه له منځه تللي او ان دا چې هغه خلک چې په کلیو او بانډو کې ژوند کوي هم وايي، اوس‌مهال د نشه‌یي توکو کښت نه شته.

دی وايي، اسلامي امارت د ۲۰۲۰ زېږدیز کال د فبروري میاشتې په ۲۹مه د قطر پلازمېنه دوحه کې له امریکا سره دا ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې به نشه‌يي توکي له منځه وړي.

هغه زیاته کړه، د امریکا بهرنیو چارو وزارت، د ملکرو ملتونو سازمان او روسیې له خوا هم دا خبره تایید شوه چې اسلامي امارت وکولای شو څو په افغانستان کې د نشه‌يي توکو کچه تر ډېره بریده ټیټه کړي او حتی کچه یې صفر ته ورسوي.

حامد رسولي چې د پروان ولایت اصلي اوسېدونکی دی، پژواک خبري اژانس ته وویل، درې کاله مخکې کله چې مور او پلار یې له لاسه ورکړل، نو نشو ته یې مخه کړه.

هغه زیاتوي، خوښ دی چې درملنه یې شوې او ژمنه کوي چې بیا به نشو ته مخه نه کوي او له ټولو ځوانانو غواړي چې دغه کار ته زړه ښه نه کړي.

ورته وخت کې، یو درملنه شوی روږدی سیدنذیر چې اوس د «امید فني او حرفوي مرکز» کې د خیاطۍ پر زده‌کړې بوخت دی، وایي، درې کاله مخکې په ترکیه کې روږدی شوی و او اوس څلور میاشتې کېږي چې ښه شوی دی.

هغه د زده‌کړې د زمینې برابرېدو له امله خوښ دی او زیاتوي چې د ورځې دوه یا درې جوړې کالي ګڼدي.

نذیر له ځوانانو غوښتنه کوي چې له نشه‌یي توکو ډډه وکړي.

د یادونې ده، په افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته د ۱۴۰۱ لمریز کال د وري میاشتې په ۱۴مه د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې، په ټول افغانستان کې د نشه‌یي توکو کښت، قاچاق، استعمال، پېراو پلور منع اعلان کړل.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.