ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې دوه کسان وژل شوي او یوولس نور ټپیان وو

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې دوه کسان وژل شوي او یوولس نور ټپیان وو

author avatar
17 Aug 2024 - 16:40
تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې دوه کسان وژل شوي او یوولس نور ټپیان وو
author avatar
17 Aug 2024 - 16:40

کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۳): تېره اونۍ، د ازبکستان، اذربایجان او ایران پلاوي کابل ته راغلل، ا.ا ټینګار وکړ چې د پاکستان د الوتکو له لوري د افغانستان د هوايي حریم نقض څېړي، یونسکو وویل چې ۲.۵ میلیونه افغان نجونې له زده‌کړو بې‌برخې دي او امریکا او بریتانیا له افغانستان سره ۳۳۰ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • د ازبکستان، اذربایجان او ایران پلاوي کابل ته راغلل.
  • د ا.ا د بیا واکمنېدو د درېیمه کالیزې ځانګړي مراسم ترسره شول.
  • افغان چارواکي: نړۍ دې له افغانستان سره د تعامل لاره غوره کړي، افغانستان د منفي سیالیو پر ډګر نه بدلوو.
  • مجاهد: د پاکستان جېټ الوتکو له لوري د افغانستان د هوايي حریم نقض څېړو.
  • یونسکو: افغانستان کې د تېرو درېیو کلونو پر مهال او له هغه مخکې، ټولې دوه‌نیم میلیونه نجونې له زده‌کړو محرومې شوې دي.
  • امریکا او بریتانیا له افغانستان سره ۳۳۰ میلیون ډالره مرسته کوي.

مرګ‌ژوبله:

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې دوه کسان وژل شوي او یوولس نور ټپیان وو.

تېره اونۍ، د کابل امنیې قوماندانۍ ویلي وو چې د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې په یوه مسافر وړونکي مرسیډیز موټر کې د ماین چاودنې یو ملکي وګړی وژلی او ١١ نور یې ټپیان کړي دي.

د یادې چاودنې مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخيستی و.

دغه راز، تېره اونۍ امنيتي ځواکونو د کارتې نو په سیمه کې حمید جلال پښتون په نوم یو ځوان په ډزو وواژه، د کورنیو چارو وزارت وویل، د حمید جلال پښتون په نوم د یوه ځوان د وژنې عامل نیول شوی چې تر څېړنو وروسته به نظامي محکمې ته وسپارل شي.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې پنځه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د ا.ا د بیا واکمنېدو د درېیمې کالیزې نمانځنه

تېره اونۍ، د زمري په ۲۴مه، افغانستان کې د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو درېیمه کالیزه ونمانځل شوه.

حکومتي چارواکو، د زمري د ۲۴مې په بېلابېلو مراسمو کې، د هر ډول تعصب پر له منځه وړلو ټینګار وکړ، له نړۍوالې ټولنې یې وغوښتل چې له افغانستان سره د تعامل او همکارۍ لاره غوره کړي او ویې ویل چې ا.ا له ټولې نړۍ سره د مثبتو اړيکو او متوازن سیاست غوښتونکی دی او نه غواړي چې افغانستان د نړۍ د قدرتونو د منفي سیالیو پر ډګر بدل شي.

تېره اونۍ کابل ته د ازبکستان، اذربایجان او ایران د پلاوو سفر

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د ازبکستان او اذربایجان پلاوي کابل کې په درې اړخیزه ناسته کې برخه اخلي او په دغه ناسته کې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو، ترانسپورټ او لوجستیک سکټور د پراختیا، په افغانستان کې د شته جامدو معدني توکو د جیولوجیکي او د ډېرو معدني توکو ظرفیت لرونکو او هایدروکاربني سیمو کې د موندنو ترسره کولو او د افغانستان په شمال کې د یو میلیون ټن په ظرفیت د سمنټو تولید پروژې پلې کولو په اړه خبرې کېږي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ازبکستان د یاد پلاوي مشري د دغه هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزیر کوي.

دا په داسې حال کې ده چې نن (شنبې، د زمري ۲۷مه) د ازبکستان لومړی وزیر عبدالله عارف‌اوف هم د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی. د چارواکو په وینا، دغه پلاوی به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د تجاري تواصل ناسته کې ګدون او کابل کې به د ازبکستان د تولیداتو او محصولاتو د نندارتون پرانیسته وکړي.

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته کابل ته د ازبکستان د لومړي وزیر دا لومړی سفر دی.

د راپورونو له مخې، تېره اونۍ یو شمېر ایراني پانګه‌والو افغانستان ته د سفر پر مهال د رییس‌الوزراء له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې د اوسپنې کانونو د استخراج او پروسس، د لمریزې برېښنا د تولید، د سړک او رېل پټلۍ شبکو غځولو، د معیاري صنعتي فابریکو رامنځته کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځانګړې صنعتي سیمې جوړولو برخه کې پانګه‌ونې ته لېوالتیا لري.

بشري حقونه او د نجونو زده‌کړې

تېره اونۍ، د ملګرو ملتونو علمي، کلتوري او تعلیمي ادارې یونسکو وویل: «له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، یو اعشاریه څلور میلیونه نجونې قصدآ له منځنیو او ثانوي زده‌کړو منع شوې او یوازې تېر کال له ښوونځیو د محرومو شوو نجونو شمېر ۳۰۰ زره زیات شوی… که له دې سره هغه نجونې هم یو ځای شي چې د طالبانو له بندیز وړاندې له ښوونځي محرومې وې، نو په افغانستان کې له زده‌کړې د ټولو محرومو نجونو شمېر دوه‌نیم میلیونو ته رسېږي چې د ښوونځي د عمر نجونو اتیا سلنه برخه جوړوي.»

دغه راز، د امریکا متحده ایالتونو بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویلي چې ا.ا باید له نړۍوالې ټولنې سره د اړیکو له هر ډول عادي کولو مخکې د خپلو بشري حقونو مسایلو کې په اساسي ډول ښه‌والی راولي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو بیا، بیا ویلي چې هېواد کې د شریعت په چوکاټ کې د ټولو حقونه خوندي دي. هغوی ویلي چې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو زده‌کړې ځنډول شوې دي او د شرایطو په برابرېده سره به بیا پیل شي.

مجاهد: د پاکستاني جېټ الوتکو له لوري د افغانستان هوايي حریم نقض څېړو

په دې وروستیو کې نا تایید شوي راپورونه خپاره شوي چې ګواکې د پاکستان جنګي جېټ الوتکو په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د افغانستان پر فضا ګزمې کړې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه تېره اونۍ وویل چې سرپرست حکومت د افغانستان پر فضا د پاکستاني جنګي جېټ الوتکو د ګزمې موضوع څېړي او که‌ چېرې داسې څه شوي وي، په جدي توګه به یې مخه ونیول شي.

مجاهد وايي، د پاکستان په ګډون هیڅ هېواد د افغانستان د فضايي حریم د نقضولو حق نه‌لري.

دغه راز، د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد ویلي چې د هېواد د هوايي حریم د دفاع لپاره هڅې روانې دي.

هغه ویلي وو: «موږ په خپله هڅه او کوښښ کړی دی، روان کړی مو دی، کوو یې دا چې دا به څه وخت په څه ډول، دا اټکل سړی نه‌شي کولای، انسان تر خپل وس او توان پورې مکلف دی او مسوولیت یې تر هغې اندازې دی چې د ده توان وي او ان‌اشاءالله توان په کار اچوو او اچولی مو دی.»

بشري مرستې

تېره اونۍ د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي چې امریکا او بریتانیا له افغانستان سره ۳۳۰ میلیون ډالره بشري مرسته کوي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.