کابل (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۳): ځینې سرچینې په خصوصي ښوونځیو کې د تدریس د کیفیت د لوړېدو خبره کوي او وايي چې د روان کال په اوږدو کې د هېواد په کچه نږدې ۱۸۰ نوي خصوصي ښوونځي جوړ شوي دي.
د هېواد د پوهنې وزارت وايي، ټول هېواد کې ۳۶۵۰ خصوصي ښوونځي فعالیت کوي چې ۱۳۵۰ یې په کابل ښار کې دي.
د پوهنې وزارت ویاند قاري منصور احمد د پورته مطلب په بیانولو سره پژواک خبري اژانس ته وویل، د روان کال له پیل څخه تر اوسه ټول هېواد کې ۱۷۸ نوي خصوصي ښوونځي جوړ شوي چې ۸۵ یې کابل ښار کې دي.
د سرچینې په وینا، په ۱۴۰۲ هجري شمسي کال کې په ټول هېواد کې ۲۱۰ خصوصي ښوونځي جوړ شوي وو.
ورته مهال، د کابل ښار د خصوصي ښوونځیو د اتحادیې رییس انجینیر اسلامالدین یارمل پژواک ته وویل، خصوصي ښوونځیو کې د تدریس کیفیت ورځ تر بلې ښه کېږي؛ د سږ کال د کانکور ازموینې په لسو غوره زدهکوونکو کې د خصوصي ښوونځیو زدهکوونکي هم شامل وو.
هغه په ټینګار سره زیاته کړه، هڅه کېږي چې خصوصي ښوونځیو کې معیاري ټولګي جوړ شي او د تدریس کیفیت کال په کال ښه شي.
نوموړي وویل: «د پوهنې وزیر، د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین … تل موږ هڅولي یوو او وايي چې موږ ستاسو ملاتړ کوو.»
هغه د پوهنې وزارت له مشرتابه غوښتنه وکړه چې له خصوصي ښوونځیو څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.
کابل ښار کې د «بهبود خصوصي لیسې» بنسټګر ذبیحالله محمودي وویل، اوسمهال په دې لیسه کې چې یو کال مخکې جوړه شوې، ۳۰۰ زدهکوونکي زدهکړې کوي.
هغه د زدهکوونکو د فیس په اړه وویل: «دا چې د خلکو اقتصادي شرایط فرق کوي، په منځنۍ توګه موږ زر افغانۍ فیس اخلو خو ځینې داسې کورنۍ دي چې د دې فیس در ورکړې توان نه لري او له دې څخه کم فیس ورکوي … هغوی ته تخفیف ورکول کېږي.»
نوموړي زیاته کړه، یو شمېر هغه زدهکوونکي چې د ۱۰۰۰ افغانیو فیس ورکړې وس نه لري، شاوخوا ۸۰۰ افغانۍ ورکوي.
ورته مهال، د بهبود خصوصي ښوونځي د څلورم ټولګي زدهکوونکی ۹ کلن ابراهیم دغه ښوونځي کې د تدریس له کیفیت څخه خوښ دی او وايي: «له قرانکریم، تاریخ، انګلیسي او جغرافیه مضمونونو سره لېوالیتا لرم.»
دغهراز، د مسلمې په نوم د دې ښوونځي یوې زدهکوونکې وویل: «لس کلنه یم، په څلورم ټولګي کې یم، له خپلو درسونو سره ډېره لېوالتیا لرم، ښوونکي مو راته ډېر ښه درس راکوي او موږ یې ښه زده کوو.»
بلخوا، د کابل ښار د کوټهسنګي اوسېدنکې خدیجه دلیلي وايي: «دوه ورونه مې دلته [بهبود خصوصي ښوونځي] کې زدهکړې کوي، زر افغانۍ فیس ورکوو، ښوونکي یې ډېر لایق او با تجربه دي، چاپېریال یې ارام دی او مجهز ټولګي لري.»
نوموړې دغهراز وویل، د یاد ښوونځي یو بل مثبت ټکی دا دی چې شاګردان میاشت کې یو ځل علمي سیر ته وړل کېږي چې دا کار د هغوی د پوهې ډېرولو برخه کې ګټور واقع کېږي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن