ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تورخم ګمرک کې جعلي نکاح‌خطونه او لایسنسونه کشف او ترلاسه شوي

د تورخم ګمرک کې جعلي نکاح‌خطونه او لایسنسونه کشف او ترلاسه شوي

author avatar
25 Aug 2024 - 13:51
د تورخم ګمرک کې جعلي نکاح‌خطونه او لایسنسونه کشف او ترلاسه شوي
author avatar
25 Aug 2024 - 13:51

کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۳): د افغانستان د مالیې وزارت وایي، د تورخم په ګمرک کې ۲۰۲ ټوکه جعلي نکاح خطونه، اته کورني او بهرني د موټر چلولو جعلي لایسنسونه او ۵۶  کورني بېلابېل نښانونه، چې په یوه وارداتي سوداګریزه محموله کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او ترلاسه شوي دي.

د مالیې وزارت نن پرخپله اېکس پاڼه لیکلي چې د تورخم ګمرک د تشرېح برخې کارکوونکو په یوه وارداتي سوداګریزه محموله کې چې سوداګریز توکي په کې بار وو، یو شمېر جعلي نکاح خطونه او د موټر چلولو لایسنسونه نیولي دي.

سرچینې زیاته کړې، په ترلاسه شوو جعلي سندونو کې چې په ډېر مهارت سره په یاده محموله کې ځای پر ځای شوي وو، ۲۰۲ ټوکه جعلي نکاح خطونه، څلور ټوکه کورني او څلور ټوکه بهرني د موټر چلولو جعلي لایسنسونه او ۵۶ عدده کورني بېلابېل نښانونه شامل دي چې په پټه له پاکستانه افغانستان ته راوړل کېدل.

د مالیې وزارت د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د تېرې غبرګولې میاشتې په درېیمه هم تورخم ګمرک کې د موټرچلولو ۳۹۰ ټوکه جعلي لایسنسونو د کشف او ترلاسه کولو خبر ورکړی و.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.