د افغانستان د مالیې وزارت وایي، د تورخم په ګمرک کې ۲۰۲ ټوکه جعلي نکاح خطونه، اته کورني او بهرني د موټر چلولو جعلي لایسنسونه او ۵۶ کورني بېلابېل نښانونه، چې په یوه وارداتي سوداګریزه محموله کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او ترلاسه شوي دي.