ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«ختیځ زون کې ۱۶۰۰ کسان د تلسیمیا پر ناروغۍ اخته دي»

«ختیځ زون کې ۱۶۰۰ کسان د تلسیمیا پر ناروغۍ اخته دي»

author avatar
28 Aug 2024 - 14:56
«ختیځ زون کې ۱۶۰۰ کسان د تلسیمیا پر ناروغۍ اخته دي»
author avatar
28 Aug 2024 - 14:56

جلال‌اباد (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۳): د ننګرهار عامې روغتیا ریاست وايي چې په ختیځ زون کې ۱۶۰۰ کسان د تلسیمیا پر ناروغې اخته دي، بلخوا دغه ناروغان له ځوانانو د وینې او له حکومته د درملنې برخو کې د مرستې غوښتنه کوي.

ناروغان وايي، دوی ته په تدریجي ډول په میاشت کې يو ځل يا هم دوه ځلې وينه په کار ده، که وړیا پیدا نه شي، کورنۍ يې دومره توان نه لري وینه ورته وپېري.

د تلسیمیا پر ناروغۍ د اخته ماشومانو په بدن کې وينه نه توليدېږي، اړ وي چې خپله وینه له نورو کسانو پوره کړي.

په ننګرهار کې پر دې ناروغۍ د اخته ناروغانو درملنې لپاره که څه هم د جلال‌اباد حوزوي روغتون کې د يوه ملي سوداګر په مالي لګښت يو مرکز او د يو بل خيريه بنسټ له لوري يو ۱۵ بستريز روغتون جوړ شوی، خو د ناروغانو د شمېر ډېروالي له امله دغه مرکزونه بسنه نه کوي.

د یادو ناروغانو له ډلې نهه کلن امان‌الله چې د جلال‌اباد ښار اړوند د دوستوخېل خیریه بنسټ د تلسیمیا ناروغانو درملنې روغتون کې بستر دی، وايي، کورنۍ يې غریبه ده او د ده د درملنې توان نه لري.

هغه زیاته کړه: «میاشت چې پوره شي، ځان مې ډېر سخت دردونه شروع کړي، نور ماشومان چې وګورم مستي (لوبې) کوي، زما زړه خپه کېږي چې ولې لوبې نه شم کولای، موږ وینې او دوا (درملو) ته اړتیا لرو، باید مرسته راسره وشي.»

همايون چې اته کلن زوی یې د تلسيمیا پر ناروغۍ اخته دی، وايي، هره میاشت دا ناروغان د وينې اخیستو ترڅنګ د درملنې لپاره زرګونه افغانيو ته اړتیا لري چې د ډېرو کورنيو له توانه وتلې خبره ده.

نوموړي وويل: «که یو تجار شفاخانه جوړوي، بل تجار دې د دوايي غم وکړي، اقتصاد مو خراب دی، موږ هم غټې ستونزې سره مخ يو، حکومت دې په هر ولايت کې دا ډول شفاخانې جوړې کړي، تجاران دې هم ورسره مرسته وکړي.»

دوی او یو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او له ځوانانو د وینې ورکړې او له حکومته د درملنې برخه کې د اسانتياوو ډېرېدو غوښتنه وکړه.

بلخوا، د ننګرهار د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، که څه هم د دغو دوو مرکزونو په جوړېدو د ناروغانو درملنې برخه کې يو څه اسانتیاوې رامنځته شوې، خو دا ناروغان ډېرو درملو ته اړتيا لري چې د ډېرو کورنۍ د دې توان نه لري.

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند نقيب‌الله رحيمي پژواک ته وويل، د ختيځ زون په کچه د تلسیمیا شاوخوا ۱۶۰۰ ناروغان شته چې ډېری يې په ننګرهار کې تداوي کېږي.

هغه زیاته کړه: «حوزوي روغتون کې د عتیق‌الرحمن هډه‌وال په نوم يو ملي سوداګر د تلسیمیا درملنې يو وارډ جوړ کړی، د ناروغانو معاینات، درمل لیکل، د وینې بدلول او بستر، دغه راز د دوستوخېلو خیریه بنسټ له خوا هم يو ۱۵ بستريز روغتون جوړ شوی چې ټول خدمات يې وړیا دي خو د تلسیمیا ناروغان اضافي درملو ته چې په هغو کې ويټامینونه او نور دي او ډېر ګران بیه دي، اړتیا لري، نو بايد سوداګر او شتمن هېوادوال ورسره مرسته وکړي.»

د يادولو ده، په ننګرهار کې د ځوانانو له خوا د تلسیمیا ناروغانو ته د وړیا وينې ورکولو چاره ښه روانه ده او ډېرو ځوانانو په بېلابېلو وختونو کې ورته په ډله‌ييز ډول هم وینه ورکړې خو ناروغان تر دې هم ډېرې وینې او درملنې ته اړتیا لري.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.