خوستښار (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۳): خوست کې یوې کورنۍ په خپل شخصي لګښت د اوبو بند جوړ کړی چې د څه باندې سل زره مترمکعب اوبو زېرمه کولو وړتیا لري.
د اوبو دغه بند د مرکز متون اړوند مياخېل مېنه کې د شاوخوا شپږ ميليون افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.
د دغه بند جوړوونکي وايي، وروسته له هغه يې دغه کار ته ملا وتړله چې په ياده سيمه کې د ځمکې لاندې اوبو کچه ورځ تر بلې کښته روانه وه.
هغوی زیاتوي، له دغه بنده دا مهال سلګونه جريب ځمکه خړوبېږي او نږدې دوه سوه زره ماهيان هم په کې ساتل شوي دي.
د یادې کورنۍ يوه غړي صالح جان پژواک خبري اژانس ته وويل: «له دغه بنده شاوخوا دوه سوه جريب ځمکه خړوبېږي، ورسره څنګ کې مو ۶ زره مېوه لرونکې ونې اېښې دي او تر پنځوسو کاريګرو کار په کې کړی، دغه راز په دې بند کې اوس دوه سوه زره ماهيان هم ساتل کېږي.»
ورته مهال، د سيمې اوسېدونکي وايي چې د دغه ذخيروي بند په جوړېدو سره د کرنې د ودې ترڅنګ د ځمکې لاندې اوبو کچه هم پورته شوې ده.
هغوی وايي، که د خوست په نورو سيمو کې هم دغه ډول بندونه جوړ شي، نو د اوبو په مهارېدو کې به ډېر اغېزناک تمام شي.
د سيمې يوه اوسېدونکي سخيمحمد پژواک ته وويل: «د دغه بند له جوړېدو مخکې د دې منطقې اوبه کمې وې، د دې اوبو لسمه حصه هم نه وې، دغه بند د دوو غرونو منځ کې دی، کله چې جوړ شو نو ټولو څاګانو کې اوبه ډېرې شوې، دلته پنځه شپږ زره کورونه دي، ټولو ته يې ګټه ورسېده.»
د يادې سيمې يوه بل اوسېدونکي حکمت خان هم له پژواک سره خبرو کې خوښي څرګنده کړه چې له دغه بند سره سيمې ښکلا پيدا کړې او خلک یې ليدلو ته ورځي.
هغه وايي: «مخکې دا ډېره خړه پړه منطقه وه، هيڅ يې نه لرل، خو کله چې دا بند جوړ شو، په خوړ کې اوبه پيدا شوې، الحمدالله اوس يې هر چا ته فايده رسېږي.»
بل پلو، ځايي چارواکي هم د اوبو په مهارولو کې د خلکو ونډه مهمه بولي.
د خوست د شمل خرم فرعي سينديزې حوزې رييس عبدالقيوم ثابت پژواک ته وويل: «موږ وزارت ته پيشنهاد کړی چې په راتلونکي کې بايد موږ ته د چکډیمونو او ذخيروي بندونو پروژې راکړل شي چې په ذخيروي بندونو کې لس ذخيروي بندونه چې ډېر مهم دي او ابتدايي سروې يې موږ کړې ده او د وزارت مقام ته مو ليږلې ده، يو د دوهمنده، د نريزې، واړه مزغوره، د چنارګي او يو د زبمر سیمې بندونه دي نو انشاالله اميد شته؛ ځکه زموږ مشران دې ته لېوال دي چې اوبه مهار کړي.»
هغه ټینګار وکړ چې خلک هم باید د اوبو په مهارولو کې له حکومت سره همکاري وکړي.
د خوست حکومتي مسوولینو د معلوماتو له مخې، په روان کال کې د دغه ولایت په بېلابېلو سيمو کې د اوبو اته چکډيمونه جوړ شوي او پر پنځو نورو کار روان دی چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړ او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن