کابل (پژواک، ۹ لېندۍ ۱۳۰۴): د کرکټ نړۍوالې شورا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی عظمتالله عمرزی د ۲۰۲۴ کال د یو ورځنیو سیالیو د غوره لوبغاړي جایزې ته نوماند کړی دی.

د کرکټ نړۍوالې شورا (آیسيسي) نن پر خپله فیسبوکپاڼه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د څلورو نور لوبغاړو ترڅنګ یې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی عظمتالله عمرزی د ۲۰۲۴ کال د غوره لوبغاړي جایزې ته نوماند کړی دی.

د کرکټ نړۍوالې شورا د عمرزي ترڅنګ سریلانکايي لوبغاړي کوسال مېنډېس او ونېنډو هسرنګا او بل ویسټنډیزی لوبغاړی شریفین رادرفورډ هم دغې جایزې ته نوماندان کړي دي.

دغو لوبغاړو ته د آیسيسي پر وېبپاڼه د رایو ورکولو کړکۍ جوړه شوې او مینهوال یې کولی شې له همدې لارې ورته خپله رایه وکاروي.

که هر لوبغاړي له نورو ډېرې رایې واخیستې د ۲۰۲۴ کال د یو ورځينو لوبو د غوره لوبغاړي جایزه به ورکړل شي.