ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو شمېر ولایتونو کې د فوټبال لوبغاړي د معیاري لوبغالو له نشتوالي شکایت کوي

یو شمېر ولایتونو کې د فوټبال لوبغاړي د معیاري لوبغالو له نشتوالي شکایت کوي

author avatar
2 Sep 2024 - 10:16
یو شمېر ولایتونو کې د فوټبال لوبغاړي د معیاري لوبغالو له نشتوالي شکایت کوي
author avatar
2 Sep 2024 - 10:16

کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۳): د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د فوټبال لوبغاړي شکایت کوي چې په ولایتونو کې یې د فوټبال لوبغالي نشته او که شته هم، معیاري نه دي، خو د فوټبال فدراسیون وایي، هڅه کوي د لوبغاړو دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

پژواک خبرې اژانس د یادې موضوع په اړه په یو شمېر ولایتونو کې د فوټبال له لوبغاړو سره مرکې کړې دي.

د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ اوسېدونکي او د فوټبال لوبغاړي محمداسمعیل سادات پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو شاوخوا ۱۵ کلونو راهیسې د فوټبال لوبه کوي او له دې لوبې سره ډېره مینه لري.

هغه زیاته کړه: «له بده مرغه زموږ په ولایت کې د فوټبال لوبغالی نشته او نه هم داسې مناسب ځای شته چې موږ په کې لوبه ترسره کړو.»

ده د فوټبال فدراسیون له مسوولینو غوښتنه وکړه چې لوبغالی ورته جوړ کړي.

ورته مهال، د بادغیس ولایت یو اوسېدونکی او د فوټبال لوبغاړی ابراهیم وایي چې په دغه ولایت کې د فوټبال معیاري لوبغالی نشته.

هغه زیاته کړه: «موږ د فوټبال معیاري لوبغالی نه لرو، د خاورو په لوبغالي کې لوبه کوو، خو متاسفانه د دې پر ځای چې موږ ته دغه لوبه ګټه ورسوي، مریضوي مو.»

نوموړي د فوټبال له فدراسیونه غوښتنه وکړه چې د فوټبال معیاري لوبغالی ورته جوړ کړي.

دغه راز، د بدخشان یو اوسېدونکی او د فوټبال لوبغاړی امین‌الله کبیري وایي، د بدخشان په مرکز فیض‌اباد ښار کې یو لوبغالی جوړ شوی و چې تېرو کلونو کې ولایتي لوبې هم په کې ترسره کېدې، خو دغه ورزشي میدان مصنوعي چمن نه لري او اوس په کې لوبې نه ترسره کېږي.

هغه د فوټبال له فدراسیون او ځایي سوداګرو غوښتنه وکړه څو دغلته داسې معیاري لوبغالی جوړ کړي چې مصنوعي چمن ولري او لوبې په کې ترسره کړي.

د سمنګان ولایت اوسېدونکي او د فوټبال لوبغاړي محبت هم پژواک ته وویل چې دوی د فوټبال معیاري لوبغالي نه لري.

نوموړی وایي چې په دغه ولایت کې د ایبک ښاروالۍ لوبغالی شته، په لومړیو کلونو کې چې جوړ شوی و، ښه شین و، خو اوس په وچ ډاک بدل شوی دی.

هغه زیاته کړه: «په یاد لوبغالي کې چې کله د فوټبال لوبه کوو، ګردونه پورته کېږي چې له ستونزو سره یې مخ کړي یو.»

یاد لوبغاړي د افغانستان د فوټبال له فدراسیونه غوښتنه وکړه چې دوی ته دې معیاري میدان جوړ کړي، څو په دغه ولایت کې د فوټبال لوبه پرمختګ وکړي.

د غور یوه اوسېدونکي ظاهر زاهد وویل چې دوی هم د فوټبال معیاري لوبغالی نه لري.

هغه زیاته کړه، په دغه ولایت کې د فوټبال لوبغالی چې مخکې یې چارې پیل شوې وې، اوس یې کارونه ولاړ دي او نیګړي پاتې دي.

نوموړي له مسوولینو غوښتنه وکړه چې د دغه لوبغالي چارې دې بشپړې کړي څو لوبو ته چمتو شي.

دغه راز، په لغمان کې د فوټبال یوه لوبغاړي نویداحمد ګل پژواک ته وویل چې له تېرو شاوخوا لسو کلونو راهیسې د فوټبال لوبه ترسره کوي.

هغه وایي، په لغمان کې د فوټبال لوبې لپاره معیاري لوبغالی نه لري او د کرنې ریاست اړوند په سراج بڼ کې خپلې ورځنۍ لوبې ترسره کوي، خو هلته هم د هغه ځای د مسوولینو له لوري لوبې ته نه پرېښودل کېږي.

نوموړي د فوټبال له فدراسیونه غوښتنه وکړه چې دوی ته دې په لغمان کې د فوټبال معیاري لوبغالی جوړ کړي.

د لغمان د فوتبال فدراسیون مسوول جمشید رحیمي پژواک ته وویل چې دوی په لغمان کې د فوټبال لوبغالی نه لري او خلک هره ورځ د سراج بڼ په یوه څنډه کې د فوټبال لوبه کوي.

رحیمي زیاته کړه، د لغمان په مرکز او ولسوالیو کې د فوټبال ۵۰ لوبډلې شتون لري چې یو شمېر لوبغاړو یې ملي لوبډلې ته لار هم موندلې، د خپل حق غوښتولو لپاره یې هره دروازه ټکولې خو له ژمنې پرته هیچا هم تراوسه عملي اقدام نه دی کړی.

بلخوا، د افغانستان د فوټبال فدراسیون مشر محمدیوسف کارګر پژواک ته وویل، دوی هڅه کوي په هغو ولایتونو کې چې د فوټبال لوبغالي نه شته، لوبغالي ورته جوړ کړي.

ده زیاته کړه، دوی هڅه کوي هغو ولایتونو کې چې د فوټبال کچه په کې ټېټه ده او لوبغالي نه لري، لومړی باید هلته د فوټبال کادرونه وروزل شي، په فني برخه کې زده‌کړې ورکړل شي او له هغه وروسته به لوبغالي ورته جوړ شي.

نوموړی وایي، د فوټبال فدراسیون په هېواد کې د فوټبال د لوبغالو جوړولو لپاره بودجه نه لري او نه هم دولت بودجه ورکړې ده، خو زیاتوي چې دوه او یا درې کلونو کې فیفا د فوټبال فدراسیون لپاره پراختیایي پروژې ورکوي او هغوی یې په خپله تمویلوي.

د ده په وینا: «داسې نه ده چې فیفا په یوه کال کې لس پروژې راکړي او په لسو ولایتونو کې یې تطبیق کړو، هر دوه یا درې کاله وروسته نظر په هېواد کې د فوټبال پرمختګ ته په کتو، هغه هېواد ته فیفا پروژې ورکوي.»

نوموړی وایي، کله چې په ۲۰۱۳ کال کې د فوټبال ملي لوبډلې د سوېلي اسیا سیالیو اتلولي وګټله، له هغه وروسته فیفا ولیدل چې په افغانستان کې د فوټبال ظرفیت لوړ شوی، نو ځینې پروژې یې د فوټبال فدراسیون ته ورکړې او په یو شمېر ولایتونو کې لوبغالي جوړ شول.

هغه دا هم وویل، د فوټبال فدراسیون چې یو ولایت ته سهمیه ورکوي باید په دغه ولایت کې د فوټبال لږ تر لږه لس کلپونه موجود وي او فوټبال یې معیاري وي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د فوټبال د معیاري لوبغالي نه لرلو له امله د نړۍوالو سیالیو کوربه‌توب نه شي کولی او زیاتره وخت په نورو هېوادونو کې په خپل کوربه‌توب سیالۍ ترسره کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.