د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د فوټبال لوبغاړي شکایت کوي چې په ولایتونو کې یې د فوټبال لوبغالي نشته او که شته هم، معیاري نه دي، خو د فوټبال فدراسیون وایي، هڅه کوي د لوبغاړو دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.