کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۳): د میدانوردګو چارواکي وايي، د دغه ولایت په چک او دایمیرداد ولسواليو کې د ۱۳.۵ میلیونه افغانيو په لګښت، د پاکو اوبو رسولو دوې شبکې او يو چکډیم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د میدانوردګو ولایت مقام له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت چک ولسوالۍ اړوند په «امبوخاک»، «معرفتخېلو» او «غارک» کليو کې د نړۍوالې ټولنې د نهه ميليونه افغانيو په لګښت د پاکو اوبو رسولو دوې شبکې او ۲۵ د څښاک اوبو څاګانې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
سرچینه زیاتوي، د دې پروژې په پلي کېدو سره، ۷۰۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی وموند.
دغه راز، د یاد ولایت د مقام له لوري په یوه بله خبرپاڼه کې راغلي چې د اوبو او برېښنا وزارت په ځانګړې بودجې، د یاد ولايت دايميرداد ولسوالۍ اړوند په «دوراني کلي» کې د اوبو یو چکډیم جوړ او ګټه اخيستنې ته وسپارل شو.
سرچینې زیاته کړې، یاد چکډیم چې ۵۶ متره اوږدوالی او ۸ متر لوړوالی لري – د ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی چې له لارې به یې د سېلابونو مخه ونيول شي او ورسره به تر ځمکې لاندې اوبه هم زیاتې شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن