مزارشریف (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۳): بلخ کې حکومتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د نهرشاهي ولسوالۍ په افغانیه ښارګوټي کې یې څه باندې ۱۲ زره جریب دولتي ځمکه له غصبه راګرځولې ده.
د بلخ د اراضۍ امر ولایتخان حاجي اغا پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت نهرشاهي ولسوالۍ په افغانیه ښارګوتي کې ۱۲ زره او ۷۰ جریبه دولتي ځمکه یې له غصبه راګرځولې او بیتالمال ته یې سپارلې ده.
هغه زیاتوي، په بلخ کې د غصب مخنیوي کمېسیون د فعالیت له پیله تر اوسه څه باندې ۷۰ زره جریب غصبي ځمکه راګرځول شوې ده.
په همدې حال کې، د یادې ولسوالۍ د اراضي مدیر احمدالله احمدي د خلکو همکاري د دولتي ځمکو په راګرځولو کې مهمه بولي او زیاتوي چې د غصب شوو ځمکو راګرځولو لړۍ لا هم روانه ده او هڅه کوي ټولې هغه ځمکې چې غصب شوې، بېرته را وګرځوي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، تر دې دمه په یاده ولسوالۍ کې شاوخوا ۱۸ زره جریب دولتي ځمکه له غصب راګرځول شوې ده.
بلخوا، د یادې سیمې اوسېدونکي د حکومت له دې پرېکړې هرکلی کوي چې له مخې یې شخصي او دولتي ځمکه بېلېږي.
د نهرشاهي ولسوالۍ افغانیه ښارګوټي اوسېدونکي سمیعالله پژواک ته وویل چې د غصب شوو ځمکو تشخیص او راګرځول مرسته کوي څو دولتي ځمکه له شخصي ځمکو څخه بېله شي.
هغه له مسوولینو غواړي څو د دغه ولایت په نورو ولسوالیو کې هم غصب شوې ځمکې تشخیص او حکومت ته یې وسپاري.
د یادونې ده، له دې مخکې هم د یادې ولسوالۍ په وطني او افغاني کلیو کې ۵۰۰۰ جریب ځمکه چې د خلکو له خوا غصب شوې وه، له غصبه را ګرځول شوې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن