کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۳): د افغانستان بانک سبا (چهارشنبه) د دواطلبۍ له لارې ۱۵ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي.
یاد بانک نن پر خپله اېکس پاڼه له سوداګریزو بانکونو، د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو چې په شرایطو برابروي، غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
سرچینې زیاته کړې، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.
د سرچینې په حواله، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.
د افغانستان بانک د روانې وږي میاشتې په پنځمه هم د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي وو.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن