کابل (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۳): د المپیک ملي کمېټې مسوولین وایي، ښاروالۍ پلان لري چې د کابل ښار په مختلفو سیمو کې پارکونه بیا ورغوي چې یوازې ښځې به د ورتګ اجازه ولري او هلته ښځې هم کولی شي چې ورزش وکړي.
د المپیک ملي کمېټې او د سپورټ عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق نن په کابل کې د حکومت د رسنیو په مرکز کې د دولتي ادارو په کلني راپور کې وويل چې ورزش د نارینه، ښځو، ځوانانو او سپینږیرو د ټولو لپاره اړین دی، په شرعي چوکاټ کې، د حجاب په رعایت سره ښځې کولی شي چې د خپلو شاوخوا ازادو ساحو کې وګرځي.
نوموړي زیاته کړه: «موږ چې کوم معلومات ترلاسه کړي، د ښاروالۍ له ریاست او اړوندو نهادونو څخه هغوی پلان لري چې د کابل ښار په مختلفو ساحو کې پارکونه له سره ورغوي او جوړ یې کړي، یوازې فامیلي به وي او د ښځو لپاره به وي.»
نوموړی وایي: «که چېرې دغه برخه کې اقدام وشي، ورزش د ټولو لپاره ضرور دی، حد اقل پیاده قدم وهل، ډېر خلک د شکر او فشار مرض سره مخ دي او د ډاکټرانو ورته هدایت همدا وي چې ورزش وکړي، که دغه پارکونه ژر ورغول شي، په دې برخه کې ښځې هم کولی شي په ارامه او له حجاب سره هلته وګرځي او ورزش وکړي.»
هغه په افغانستان کې د فري فایټ لوبې د بندېدو په اړه وویل، دا چې دغو لوبو کې د مرګ خطر، د سترګو د وتلو، پزې ماتېدو او د بدن نورو غړو ته زیان رسېږي او په اسلام کې پر مخ باندې وهل منع دي، نو ځکه دغه لوبه بنده شوه.
هغه زیاته کړه: «کله چې په داخل کې د دې لوبې تمرین نه کېږي، منع وي، بیا موږ دا مسوولیت نه اخلو چې ورزشکاران دې له هېواد څخه بهر لوبو کې برخه واخلي.»
نوموړی وایي چې په تېر یو کال کې افغان ورزشکارانو له هېواده بهر په ۹۸ سیالیو کې برخه اخیستې وه چې په یادو سیالیو کې یې په بېلابېلو برخو کې ۲۲ د سرو زرو، ۳۰ د نقرې او ۴۰ د برنزو مډالونه ګتلي دي.
هغه وایي، لوبغاړو ته د عصریې نه ورکولو لامل دا دی چې په تېرو کلونو کې حکومت خپله ډېری بودجه له پاکستانه په جبري توګه د راستانه شوو افغان کډوالو د ځای پر ځای کولو او په طبیعي پېښو کې له زیانمنو افغانانو سره د مرستې په برخه کې مصرف کړه.
په یاده غونډه کې د المپیک ملي کمېټې ویاند اتل مشواڼي وویل چې په تېر یوه کال کې کابل کې ۱۲۷ ورزشي کلپونو او ۴۳۷ روزونکو ته جوازونه ورکړل شوي دي.
نوموړی وایي، دغه راز په ولایتونو کې۵۰۰ ورزشي کلپونو او ۱۲۵۰ روزنکو ته په ولایتونو کې جوازونه ورکړل شوي دي.
هغه وویل چې تېر کال ۱۴ ترمیماتي پروژې په مرکز او ۲۵ په ولایتونو کې پلې شوې دي.
نوموړی وایي، له المپیک ملي کمېټې سره ۵۹ فدراسیونونه فعالیت کوي چې له دې جملې څخه ۵۲ یې د ورزش له ادارې سره راجستر دي او پاتې نور نوي تشکیل شوي چې اسناد یې د طی مراحل په حال کې دي او له یادو فدراسیونونو څخه ۲۸ یې المپیکي او نور یې غیر المپیکي دي.
دی وایي، په تېر کال کې په بېلابېلو برخو کې ۴۰۰۰ مناسبتي، تشویقي رسمي او غیر رسمي سیالۍ ترسره شوې دي.
هغه وویل چې په تېر کال کې د ۳۵ بېلابېلو فدراسیونونو له ۱۹۱ سیالیو نظارت شوی او هم د منکراتو د مخنیوي په موخه له ۲۵۰ ورزشي کلپونو او جمنازیمونو څخه نظارت ترسره شوی دی.
نوموړی وایي، راتلونکی کال د المپیک ملي کمېټه پلان لري چې د اکثرو فدراسیونونو د ملي لوبډلو لپاره د لوبغاړو د غوراوي سیالۍ ترسره کړي او هم به په ولایتونو کې ۲۷ جمنازیمونه هغوی ته وسپارل شي.
همدارنګه په یاد غونډه کې د فوټبال فدراسیون رییس محمد یوسف کارګر وویل چې له فیفا سره یې د دغه فدراسیون د بودجې په اړه خبرې کړې دي او ډېر ژر به دوی ته بودجه ورکړل شي.
د المپیک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې افغان ورزشکارانو په بېلابېلو نړۍوالو سیالیو کې ۱۲۰ مډالونه ترلاسه کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP