فراه ښار (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۳): د فراه د کرنې ریاست وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات نږدې ۱۴۳ زره ټنه اټکل شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۱ سلنه زیاتوالی ښیي.
د فراه د کرنې ریاست د کرنیزو توکو امر مولوي عبدالغني عابد پژواک خبري اژانس ته وویل چې سږ کال په غه ولایت کې د انګورو ۷۱۴۲ هکتاره باغونه حاصل ته رسېدلي دي.
هغه زیات کړه، د دوی د محاسبې له مخې به سږ کال په دغه ولایت کې ۱۴۲۸۴۰ ټنه انګور ترلاسه شي چې د تېر کال په پرتله ۱۱ ټنه زیاتوالی ښیي.
هغه وايي چې تېر کال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات ۱۲۷۸۰۶ ټنه وو.
بل لور ته، بڼوال هم د انګورو سږني حاصلاتو ته خوښ دي.
د فراه د بکواه یوه بڼوال عبدالرووف پژواک ته وویل چې سږ کال په دې ولسوالۍ د انګورو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله ښه دي.
هغه زیاته کړه، هم انګور ډېر شوي او هم یې کیفیت ښه دی خو لوی مشکل دا دی چې بازار نه لري او نرخونه یې ښکته دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، دا مهال په فراه ښار کې یو کیلو انګور شاوخوا ۳۰ افغانۍ پلورل کېږي.
دغه راز، د انګورو یو بل بڼوال عبدالغني هم پژواک ته وویل چې د انګورو حاصلات ښه دي خو بیه یې د تېر کال په پرتله ټیټه ده.
د هغه په خبره، تېر کال په فراه کې یو کیلو ښه انګور په ۵۰ افغانۍ پلورل کېدل.
ده له حکومته غوښتنه وکړه چې د فراه انګورو ته د بازار زمینه برابره کړي څو د نورو ولایتونو ترڅنګ بهرنیو هېوادونو ته هم صادر شي.
د یادونې ده، د غالیو ترڅنګ وچه او تازه مېوه هم د افغانستان له مهمو صادراتو شمېرل کېږي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن