هرات (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۳): هرات د څو لویو پروژو لکه د ټاپي پروژې د عملي چارو د پیل په درشل کې دی، د دې پروژې پیلېدو هېوادوال، په ځانګړي ډول هراتیان ډېر هیلهمن کړي دي.
هرات کې د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ مرستیال رحمتالله فیضان وایي چې په نږدې ورځو کې به افغانستان د یوه لوی اقتصادي بدلون شاهد واوسي او د لویو لکه د ټاپي، اوسپنې پټلۍ او برېښنا پروژو عملي چارې به رسماً په افغانستان کې پیل شي.
ورته مهال، د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمدیونس قاضيزاده پژواک خبري اژانس ته په خبرو کې ټاپي پروژه د هېواد په اقتصادي وده کې مهمه وبلله ویې ویل چې د دې پروژې په پیلېدو د افغانستان د اړتیا وړ ګاز هم تامینېږي.
قاضيزاده زیاته کړه چې د دې پروژې له لارې به هر کال یوازې د ترانزیټ برخه کې څه باندې څلور سوه میلیون ډالر د حکومت خزانې ته راشي چې دا هم افغانستان ته یو بل ښه عاید دی.
ورته مهال، د هرات اوسېدونکي د لویو پروژو، په ځانګړي ډول د ټاپي پروژې د عملي چارو پر پیلېدو ټینګار کوي او وایي، د دې پروژې د عملي کار په پیلېدو به ډېرو خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي.
د هرات د رباط سنګي ولسوالۍ یو اوسېدونکی عبدالاحد چې له اتو کلونو راهیسې ایران ته د کاروبار لپاره ځي، په دغه ولایت کې د ټاپي پروژې پر پیلېدو خوښي وښوده.
هغه وویل، کله چې په هېواد کې کار وي، د غیرقانوني کډوالۍ او له افغان کډوالو سره د ګاونډي هېوادونو د نظامي منسوبینو د ناسم چلند مخه به هم ونیول شي.
د هغه په خبره: «د لویو پروژو د چارو له پیل سره له یوې خوا کورنۍ یوه ګوله ډوډۍ پیدا کوي او له بلې خوا به مو د وطن په بیارغولو کې برخه اخیستې وي.»
له اقتصاد پوهنځي فارغ عبدالغفار چې له دوو کلونو راهیسې بېکاره دی، په هېواد کې د ټاپي پروژې پیلېدو هرکلی کوي او هیله لري چې د دې پروژې په پیلېدو به د ده په ګډون سلګونو نورو بېکاره او لوستو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.
د دغه ولایت د اوسېدونکو په خبره، د لویو پرمختیایي پروژو د چارو پیلېدو او د کار زمینې برابرېدو په صورت کې بیا اړتیا نشته چې ځوانان د کار لپاره نورو هېوادونو ته ولاړ شي.
ټاپي یا له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګاز لېږدولو پروژه ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او ۸۱۶ کیلومتره یې د افغانستان له خاورې تېریږي، مخکې په افغانستان کې په رسمي ډول پرانیستل شوې او ټاکل شوې د افغانستان خاوره کې د دې پروژې چارې تر دوو راتلونکو ورځو پورې پیل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP