ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې د قزاقستان د سفیر ماموریت پای ته ورسېد

افغانستان کې د قزاقستان د سفیر ماموریت پای ته ورسېد

author avatar
14 Sep 2024 - 16:07
افغانستان کې د قزاقستان د سفیر ماموریت پای ته ورسېد
author avatar
14 Sep 2024 - 16:07

کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۳): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په کابل کې د قزاقستان سفیر د دغه وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې د خپل ماموریت د پای ته رسېدو خبر ورکړ.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په کابل کې د قزاقستان له سفیر علیم خان یسین ګیلدیف سره ولیدل.

سرچینې لیکلي چې په دغه لیدنه کې ګیلدیف په افغانستان کې د خپلې دندې له پای ته رسېدو څخه د سوداګرۍ سرپرست وزیر ته خبر ورکړ او له هغه څخه یې د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د مناسبې فضا رامنځته کولو له امله مننه وکړه.

یاد وزارت لیکلي چې عزیزي په افغانستان کې د ګیلدیف د کار او ماموریت ستاینه وکړه او نوموړی یې د دواړو هېوادو تر منځ د سوداګریزو اړیکو په ټېنګښت کې یو موثر او اغېزناک شخصیت وباله.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.