ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغاني سرې میاشتې ټولنې تېر یوه کال کې څه باندې پنځه میلیون وګړو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي

افغاني سرې میاشتې ټولنې تېر یوه کال کې څه باندې پنځه میلیون وګړو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي

author avatar
14 Sep 2024 - 16:10
افغاني سرې میاشتې ټولنې تېر یوه کال کې څه باندې پنځه میلیون وګړو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي
author avatar
14 Sep 2024 - 16:10

کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۳): د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، په تېر یوه کال کې یې څه باندې پنځه میلیون وګړو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي، له یو میلیون څخه زیاتو زیانمنو سره یې مرسته کړې و همداراز د هېواد په کچه یې ۱۱۶ زره او ۲۵۹ سوالګر راټول کړي دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند مولوي مدثر همراز نن په کابل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د حکومتي ادارو د یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشریح پروګرام کې وویل، دې ټولنې په تېر یوه کال کې له خپل عملیاتي پلان سره سم له بغلان ولایت پرته په ټول هېواد کې د طبیعي او غیرطبیعي پېښو له امله له یو میلیون او ۴۳۰ زره او ۳۶ زیانمنو وګړو سره خوراکي، غیر خوراکي او نغدي مرستې کړې ده.

هغه زیاته کړه، په بغلان ولایت کې ۲۲ زره او ۷۳۵ سېلاب‌ځپلو کورنیو ته بشري خدمتونه وړاندې شوي دي.

دی زیاتوي، یاده موده کې پنځه میلیون او ۸۹۴ زره او ۳۳۲ تنه وګړو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې شوي چې له ډلې ۲۲۱۲ د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ماشومان دي.

د ده په خبره، افغاني سرې میاشتې ټولنې په بلخ، کابل، کندهار، ننګرهار او هرات ولایتونو کې د پنځه مرستونونو له لارې، د ۱۴۹۵ بې‌سرپرسته وګړو پالنه کړې او په تېر یوه کال کې د یادو مرستونونو له لارې، ۸۱۱۰ بې‌سرپرست کونډو ته د خیاطۍ، ګلدوزۍ، غالۍاوبدلو او لاسي ګنډلو برخو کې حرفوي زده‌کړې ورکړل شوې دي.

د هغه په وینا، د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې، تېر یو کال کې د ټول هېواد په کچه ۱۱۶ زره او ۲۵۹ سوالګر راټول شوي چې له ډلې یې ۳۰۵۴۳ سوالګر مستحق پېژندل شوي او د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ورسره په میاشتنۍ توګه ټولټال ۵۳ میلیونه او ۸۷۵ زره او ۸۱۲ افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند دغه راز وویل، د هېواد په ټولو ولایتونو کې له ۲۴ زره بې‌سرپرسته کورنیو سره په ټوله کې ۲۰۴ میلیون افغانۍ نغدي مرستې سربېره په کابل ولایت کې له ۵۰۳ کورنیو سره دوه میلیونه او ۴۳۲ زره نغدي مرسته هم شوې ده.

د همراز د معلوماتو له مخې، د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري په تېر یوه کال کې ۱۹ تنه په اور سوځېدلي او د هډوکو مېکروب پر ناروغۍ اخته ناروغان المان کې له درملنې وروسته بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه راز، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سکرټر جنرال عملیاتي مرستیال مولوي عبداللطیف ثابت وویل، دا مهال ۱۴ زره د زړه پر سوري اخته ماشومان له دې ټولنې سره ثبت دي چې د اووه زره ماشومانو ناروغي پېچلې ده او اړتیا ده چې هند او المان ته واستول شي.

هغه زیاته کړه، د زړه پر سوري ناروغو ماشومانو د درملنې ټول لګښت د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ورکول کېږي.

 

 

 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.