ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مولوي عبدالکبیر: مسوولین دې په خپلو کړنو کې د نبوي اخلاقو او اسلامي احکامو رعایت ته پاملرنه وکړي

مولوي عبدالکبیر: مسوولین دې په خپلو کړنو کې د نبوي اخلاقو او اسلامي احکامو رعایت ته پاملرنه وکړي

author avatar
15 Sep 2024 - 17:19
مولوي عبدالکبیر: مسوولین دې په خپلو کړنو کې د نبوي اخلاقو او اسلامي احکامو رعایت ته پاملرنه وکړي
author avatar
15 Sep 2024 - 17:19

کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۳): د افغانستان د اسلامي امارت د رییس‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د نبي کریم (ص) د زوکړې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې له خلکو سره د مجاهدینو پر ښه چلند ټینګار کړی او له مسوولینو یې غوښتي څو‎ په خپلو کړنو کې نبوي اخلاق او اسلامي احکام په پام کې ولري.

نن (یکشنبه) د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ربیع‌الاول میاشتې ۱۲مه د حضرت محمد (ص) د پیدایښت‎ نېکمرغه ورځ ده، دغه مهمه ورځ هر کال د مسلمانانو له لوري په ټوله نړۍ او افغانستان کې د قران‌کریم په ختمونو، خیراتونو او صدقو ورکولو سره لمانځل کېږي.

د اسلام علمای‌ کرام په دې ورځ د حضرت محمد (ص) د سیرت او ژوند په اړه معلومات ورکوي او خلک د دغه پیغمبر له سنتو پیروي کولو ته رابولي.

د افغانستان د اسلامي امارت د رییس‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د «جامعه شمس علوم روحانیه» په مدرسه کې د «النبی(ص) د سیرت» په اړه جوړو شوو مراسمو کې، د نبي کریم (ص) د سیرت او اخلاقو په اړه خبرې وکړې او د مسلمانانو په ژوند کې یې د اسلامي اخلاقو پر علمي ‎کولو ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه: «د ملت د قربانیو په پایله کې له نېکه‌مرغه ‎د هېواد په ټول جغرافیه کې اسلامي نظام حاکم دی او خلکو ته د اسلامي نظام د ارزښتونو په رڼا کې خدمت وړاندې کیږي.»

هغه له خلکو سره د اسلامي امارت د مسوولینو او مجاهدینو پر ښه چلند ‎ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «مسوولین دې په خپلو کړنو کې د نبوي اخلاقو او اسلامي احکامو ته پاملرنه وکړي.»‎

بلخوا، د افغانستان د تېر حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم پر خپله ایکس‌پاڼه د بیانیې په خپرولو د نړۍ ټولو مسلمانانو په ځانګړې توګه د هیواد خلکو د حضرت محمد (ص) د زوړکړې د نېکمرغه ورځې مبارکي ویلې ده.

هغه وايي،‎ د اسلام پیغمبر د بشر د تاریخ په یوه داسې پړاو کې  ‎په پیغمبرۍ مشرف شو ‎چې جهالت، تیارې او د الهي لارښونو له نور څخه لرې‌والې څپې خپرې شوې وې. د اسلام د پیغمبر ‎(ص) د وحی ترلاسه کولو او د اسلامي دین او تمدن په بنسټ ایښودلو سره په نړۍ او بشري ټولنه کې یو ستر بدلون راوست.

هغه زیاته کړه، د اسلام پیغمبر ‎د مکې او مدینې په دوو پړاوونو کې ‎د اسلامي امت او ټولنې په جوړولو سره پر عدالت، برابرۍ او اخلاقو د ولاړ ‎ژوند بنسټ کېښود چې د مسلمانانو لپاره د وخت او تاریخ په اوږدو کې د ښه کېدو او پرمختګ لپاره د څراغ او الګو په توګه عمل کوي.د

هغه وویل: «د نبي کریم (ص) د زوکړې په نېکمرغه ورځ له لوی خدای (ج) نه د ټولو مسلمانانو لپاره یووالی، هم‌غږي، همدردي او د اسلامي هېوادونو لپاره سوله، امنیت، ټیکاو او پرمختګ غواړو او له الله (ج) نه دعا غواړو ‎څو موږ ته د اسلام د پیغمبر په پیروۍ کولو او د هغه د خلاصون ‎ورکونکو لارښوونو په عملي کولو موږ ته توفیق راکړي.»

حضرت محمد (ص) د ۵۷۰ هـ.ق کال د ربیع‌الاول په ۱۲مه نړۍ ته سترګې پرانیستې، په څلوېښت کلنۍ کې پیغمبري مبعوث شو او‎ له ۲۳ کاله ‎پیغمبرۍ وروسته یې په ۶۳ کلنۍ له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.