مولوي عبدالکبیر: مسوولین دې په خپلو کړنو کې د نبوي اخلاقو او اسلامي احکامو رعایت ته پاملرنه وکړي
د افغانستان د اسلامي امارت د رییسالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د نبي کریم (ص) د زوکړې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې له خلکو سره د مجاهدینو پر ښه چلند ټینګار کړی او له مسوولینو یې غوښتي څو په خپلو کړنو کې نبوي اخلاق او اسلامي احکام په پام کې ولري.


