Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د شیخ زاید پوهنتون استادانو دولتي ادارو کې د ستونزو د تشخیص او حل په موخه څېړنې کړې 

خوست‌ښار (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۳): د خوست شيخ زايد پوهنتون يو شمېر استادانو په بېلابېلو دولتي سکټورونو کې د ستونزو د تشخيص او حل په موخه علمي څېړنې ترسره کړې دي.

مسوولين وايي، دغه څېړنې چې په تېرو درېيو مياشتو کې ترسره شوې، پايلې يې نن ( دوږي ۲۶مه) د اړوندو سکټورونو له مسوولينو سره شريکې شوې.

د شيخ زايد پوهنتون عملي مرستيال نورالله حسين‌خېل پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې څېړنو کې چې د کرنې، طب، اقتصاد، ژبو او ادبياتو او نورو ټولنيزو برخو کې ترسره شوې، ۳۹ استادانو په کې برخه اخيستې وه.

نوموړي زیاته کړه، دوی ډاډه دي چې د دغو څېړنو د پايلو په شريکولو سره به تر ډېره په يادو سکټورونو کې په نښه شوې ستونزې حل شي.

دی وايي: «د اسلامي امارت په راتګ سره په زيات شمېر پوهنتونونو کې د علمي تحقيقاتو لپاره ځان ته معاونيتونه ايجاد شوي، يوازېنی هدف يې دا دی چې د ټولنې او د پوهنتون ترمنځ د ستونزو په شريکولو کې دا فاصله کمه شي او ټولنه په اسانۍ سره وکولای شي خپلې ستونزې راوړي او د پوهنتون له استادانو سره يې شريکې کړي او استادان د هغو په اړه تحقيقات وکړي او بېرته له دوی سره شريک شي.»

په همدې حال کې، د شيخ زايد پوهنتون استادان چې دغه څېړنې يې ترسره کړې وايي، دا څېړنې په دولتي ادارو کې د ستونزو د حل ترڅنګ د استادانو د ظرفيت لوړېدو کې هم مهم رول لري.

د شيخ زاید پوهنتون یوه استاد ګل‌احمد محبت چې د پښتو ژبې برخه کې يې څېړنه ترسره کړې، پژواک ته وويل، دوی دا وړتيا لري چې په راتلونکي کې له یادو لويو سکټورونو سره د ستونزو په حل او د پاليسيو په جوړولو کې مرسته وکړي.

هغه وايي: «دا کومه مقاله چې موږ ليکلې ده، دا د اطلاعاتو او فرهنګ له رياست سره د پاليسۍ په جوړونه کې بشپړه مرسته کوي، دلته صحت عامه سره ډاکټر صاحبانو خپلې مقالې شریکې کړې، دا څېړنې موږ له ذيربطو ادارو سره شریکوو، د پاليسیو په جوړولو کې ورسره ډېره مرسته کوي او بل د استادانو په ظرفيت لوړونه کې هم مرسته کوي.»

ورته مهال، د دولتي سکټورونو مسوولين هم وايي، د شيخ زايد پوهنتون د استادانو له خوا شوې څېړنې به ورسره حکومتي چارو په ښو ترسره کېدو کې ډېره مرسته وکړي.

د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست سلاکار بهيرګل صابري په دې اړه پژواک ته وويل: موثريت يې په دې کې دی چې نه يوازې دا چې دلته به استادان په مشخصو تحقيقاتو باندې کار کوي، ممکن زموږ د سکټور له خوا هم بعضې هغه ستونزې او مشکلات چې موږ يې په دغه سکټور کې لرو، له دوی سره شريکې کړو، څو تحقیق پرې وکړي.

هم‌مهال د شيخ زايد پوهنتون مسوولين ډاډ ورکوي چې په راتلونکي کې به هم پر بېلابېلو موضوع‌ګانو ورته څېړنې ترسره او له اړوندو ادارو سره به شریکې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.