ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زندانونو چارو د تنظیم اداره: د هېواد زندانونو کې له دوو تر درې زره کسان پر حرفوي زده‌کړو بوخت دي

د زندانونو چارو د تنظیم اداره: د هېواد زندانونو کې له دوو تر درې زره کسان پر حرفوي زده‌کړو بوخت دي

author avatar
23 Sep 2024 - 12:13
د زندانونو چارو د تنظیم اداره: د هېواد زندانونو کې له دوو تر درې زره کسان پر حرفوي زده‌کړو بوخت دي
author avatar
23 Sep 2024 - 12:13

کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۳): د افغانستان د زندانونو چارو د تنظیم ادارې سرپرست وایي چې د هېواد په زندانونو کې له دوو تر درېیو زرو کسان پر حرفوي زده‌کړو بوخت دي.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې سرپرست مولوي محمد‌یوسف مستري له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل چې زندانیانو ته په بېلابېلو برخو کې د زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

نوموړي وویل چې زندانیانو ته د کرنې، خامک‌ګنډنې، فلزکارۍ، نجارۍ، غالۍ اوبدنې، خیاطۍ او نورو برخو کې د زده‌کړو وړیا زمینه برابره شوې ده.

هغه وایي چې له دغو برخو فارغین هم لري او په هغو کې ښځې هم شاملې دي.

مستري زیاته کړه چې د خیاطۍ ماشینونه او یو څه ټوکر یا تکه هم لري؛ خو د خیاطۍ د لا ډېرې زده‌کړې په موخه نورو ډېرو ماشینونو ته اړتیا لري.

نوموړی وایي چې زندانیانو ته یې د کرنې برخه کې هم زمینه برابره کړې او په روان کال کې هم کرنې برخه کې د زمینې برابرولو هڅې روانې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، هغه استادان چې زندانیان دي هغو ته د تدریس او نورو زندانیانو ته د زده‌کړو زمینه برابریږي.

د هغه په خبره، هغه زندانیان چې سواد نه لري، هغو ته مشخص نصاب چمتو شوی او د هغه مطابق هره ورځ دیني او عصري زده‌کړې ورکول کېږي.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې سرپرست وویل چې د دیني او عصري مسایلو زده کول اجباري دي او خپل مشخص نصاب لري.

هغه وایي، له عصري اودیني زده‌کړو وروسته هغه ازموینې چې له زندانیانو اخیستل کېږي، ارتقا کوي، خو د حرفوي زده‌کړو برخې ته زندانیان د هغوی د وړتیا او لېوالتیا له مخې جذبېږي.

د مستري په خبره، په لومړي ګام کې هغه استادان چې بندیان دي، دوی په کار کې نیول کېږي او درس ورکوي او له دې پرته د تدریس لپاره له هېواده بهر استادان جذبوي.

ورته مهال، د څرخي پله زندان کې یوه زنداني حمیدالله چې د فلزکارۍ برخه کې پر زده‌کړه بوخت دی پژواک ته وویل چې د معتبرو استادانو تر نظر لاندې توانېدلی چې دا رشته زده کړي.

نوموړي زیاته کړه: «ان‌شاءالله مصروفېږو، د غریبۍ په کار‌وبار مصروفیږو، له هغو کارونو چې مخکې مو کړي پېښمانه یو او غواړو چې زموږ ژوند ښه پر مخ لاړ شي.»

ده وویل، شپږ میاشتې کېږي چې پر زده‌کړو بوخت دی او تر اوسه یې ځيني وسایل لکه چپرکټ، المارۍ او څوکۍ جوړ کړي دي.

دغه‌راز، یو بل زنداني احمد چې په تېر کې د حلبي‌سازۍ برخه شاګرد و او اوس استاد شوی وایي چې له یوه کال راهیسې نورو زندانیانو ته حلبي‌سازي ور زده کوي.

هغه وویل، دمګړۍ درې شاګردان لري او هغه وسایل چې جوړوي، د صنایع مدیریت له خوا پلورل کېږي او له هغې لارې یوه اندازه پیسې پیدا کولی شي.

نوموړي زیاته کړه چې وسایل او مواد ورته حکومت ورکوي او د هغو له چمتو کېدو او پلور وروسته ۴۰ سلنه یې دوی ته او ۶۰ سلنه پیسې یې د حکومت حساب ته ځي.

ده له نورو زندانیانو غوښتنه وکړه څو د حرفوي زده‌کړو مرکزونو ته لاړ شي او بېلابېلې حرفې دې زده‌ کړي.

له دې مخکې مولوي محمدیوسف مستري پژواک ته ویلي وو چې د هېواد په زندانونو کې د زرو ښځو په ګډون شاوخوا ۱۶۰۰۰ کسان بندیان دي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.