کابل (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۳): افغاني سرې میاشتې ټولنې اعلان کړی چې د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ۲۶ ماشومان یې د درملنې په موخه د کابل ښار څلورو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
د یاد بنسټ پر اېکسپاڼه لیکل شوي، د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ماشومانو د معرفيکولو بهیر په دوام یې یو ځل بیا ۲۶ ماشومان د درملنې په موخه د کابل ښار څلورو روغتونونو ته معرفي کړي دي.
سرچینې څرګنده کړې چې د یادو ماشومانو درملنه او عملیات د افغاني سرې میاشتې ټولنې په مالي مرسته ترسره کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP