ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخي د پاکستان د حکومت او د هغه د سیاسي مخالفينو د پلويانو ترمنځ ترينګلتیا د اندېښنې وړ بللې

بلخي د پاکستان د حکومت او د هغه د سیاسي مخالفينو د پلويانو ترمنځ ترينګلتیا د اندېښنې وړ بللې

author avatar
6 Oct 2024 - 21:50
بلخي د پاکستان د حکومت او د هغه د سیاسي مخالفينو د پلويانو ترمنځ ترينګلتیا د اندېښنې وړ بللې
author avatar
6 Oct 2024 - 21:50

کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۳): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، پاکستان کې د حکومت او سیاسي مخالفينو د پلويانو ترمنځ ترينګلتیا د اندېښنې وړ کچې ته رسیدلې چې دوام يې پر ټوله سيمه منفي اغېز لرلای شي.

د یادونې ده چې د پاکستان مخکېني لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند پلویانو د دغه هېواد په ځينو ایالتونو کېپراخې مظاهرې پېل کړي او له زندانه یې د نوموړي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د راپورونو له مخې، دا لاريونونه له هغې وروسته په تاوتريخوالي واوښتل چې پاکستاني پوليسو مداخله وکړه او لسګونه کسان يې ونيول.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، په ګاونډي هېواد پاکستان کې د حکومت او سیاسيمخالفينو د پلويانو ترمنځ ترينګلتیا د اندېښنې وړ کچې ته رسیدلې چې دوام يې پر ټوله سيمه منفي اغېز لرلای شي.

هغه لیکلي، د ولس د مشروع غوښتنو پر وړاندې ترټولو ښه لار مذاکره او تفاهم دی او وروستيو پېښو ثابته کړې چې له مذاکراتو انکارمسئلې لا پېچلې کوي.

ده زیاته کړې، اسلامي امارت  د پاکستان وضعیت له نږدې څاري او هیله لري چې د پاکستان حکومت او تأثيرگذاره ادارې له زياتېدونکېنارضايتۍ سره معقول او واقعبین چلن وکړي.

دغه راز چې د پاکستان کورنیو چارو وزارت د یو مکتوب له لارې پر پښتون ژغورنې غورځنګ (پي‌ټي‌اېم) رسمي بندیز اعلان کړ او ویلي يېدي چې «د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان کورني امنیت لپاره ګواښ دی

د پښتون ژغورنې  غورځنګ پر ضد دا رسمي دریځ په داسې حال کې اعلانېږي چې دغه غورځنګ راتلونکي جمعه د «پښتنو قوميعدالت» په نوم لویه جرګه رابللې او وروستۍ چمتووالی ورته نیسي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.