Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتيا کې پر درنو کارونو بوخت ماشومان د مناسب کار او زده‌کړو زمینې برابرېدو غوښتنه کوي

ګردېز (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۳): د پکتيا مرکز ګردېز ښار کې په درنو کارونو بوخت يو شمېر ماشومان له حکومتي مسوولينو او مؤسسو غوښتنه کوي چې د مناسب کار او زده‌کړو زمينه ورته برابره کړي.

دغه ماشومان وايي که څه هم درانه کارونه په اسانی نشي تر سره کولی خو وايي د اقتصادي ستونزو له امله يې ورته مخه کړې.

د دغو ماشومانو له ډلې ۱۳ کلن محمدحنيف چې په ګردېز ښار کې لاسي کراچي چلوي پژواک ته وويل چې د کورنۍ سرپرستي ور له غاړې ده او ښوونځی یې په شپږم ټولګي کې پاتې شوی دی.

هغه له حکومتي مسوولينو او مؤسسو غوښتنه وکړه چې ده او ده ته ورته نورو ماشومانو ته دې د زده‌کړو او مناسب کار زمينه برابره کړي.

هغه وويل: «زه اوس چې کار کوم نو د ورځې سل روپی ګټم د ټول کور خرچه مې نه پرې کېږي، خو مجبوري ده نو که موږ ته د يو کسب او درس زمينه برابره شي ډېر به ښه شي ټول به خوشحاله شو.»

دغه‌راز يو بل ماشوم مصطفی هم پژواک ته وويل چې د کورنۍ اقتصادي ستونزو له امله اړ شوی چې په ښار کې د موټرو جوړولو په يو ورکشاپ کې شاګردي وکړي.

هغه وويل که څه هم کار يې‌ سخت دی خو وايي چې له يوې خوا کسب زده کوي او له بلې خوا یو څه پیسې هم ترلاسه کوي.

ده زیاته کړه: «زه دلته کار کوم مجبوريت دی ځکه قرضدار هم يو، نيمه ورځ ښوونځي ته ځم نيمه ورځ بيا دلته کار کوم، د مياشتې تر دوو زره افغانی دلته راکوي او بل يو کسب هم زده کوم.»

په ورته وخت کې، د پکتيا ولايتي مسوولين وايي چې په ښار کې پر درنو کارونو بوختو ماشومانو لپاره به د اړوند وزارت او ځينو موسسو په مرسته مناسب کار او د زده‌کړو زمينه برابره کړي.

د پکتيا د کار او ټولنيزو چارو ریيس قاري محمدرحيم نصرت پژواک ته وويل چې د دوی د يوې سروې له مخې، يوازې په مرکز ګردېز کې شاوخوا ۵۰۰ ماشومان پر سختو کارونو بوخت دي.

نوموړي وويل: «موږ تېر کال يوه سروې کړې چې له مخې یې شاوخوا ۵۰۰ ماشومان يوازې په ګردېز ښار کې په شاقه کارونو بوخت دي، دلته مو له نړۍوالو موسساتو او اړوند وزارت سره مو ياده ستونزه شريکه کړې او انشاالله په اينده کې به د هغو ماشومانو لپاره چې په شاقه کارونو بوخت دي يوه ښه برنامه ولرو.»

د کار او ټولنيزو چارو رياست د معلوماتو له مخې، تر اوسه په مرکز ګردېز کې ۳۵۰ ماشومانو ته د حرفوي زده‌کړو زمينه برابره شوې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.