زابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۳): د زابل امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په شاهجوی ولسوالۍ کې ۱۰۲ تاریخي سکې نیول شوي دي.
د زابل د امنیې قومندانۍ ویاند ذبیحالله جوهر پژواک خبري اژانس ته وویل چې یادې سکې د شاهجوي ولسوالۍ په رباط سیمه کې نیولشوي دي.
هغه وویل چې په دې تړاو درې تنه نیول شوي دي.
دی وایي، له نیول شویو کسانو څخه څېړنې روانې دي او تر بشپړېدو وروسته به اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.
جوهر وایي، نیول شوې سکې د اطلاعات او فرهنګ ریاست ته سپارل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP