کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۳): د چین بهرنیو چارو وزارت د اسیايي څانګې مشر په دغه هېواد کې له افغان سفیر سره لیدنه کې ویلي، هېواد یې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان په ګډون د ۴۰ هېوادونو پر صادراتو ګمرکي تعرفې معافوي.
په چین کې د افغانستان سفارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په دغه هېواد کې افغان سفیر مولوي بلال کریمي د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي څانګې له مشر لیو جین سونک سره کتلي دي.
سرچینه زیاتوي، په یاده کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو پر لا پراختیا، دوه اړخیزې سوداګرۍ، د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره د مثبتو تعاملاتو، سیاسي، اقتصادي، تجارتي او ترانزیټي همکاریو پر دوام خبرې شوې دي.
سرچینه د چین بهرنیو چارو وزارت د اسیايي څانګې د مشر له قوله لیکي چې هېواد یې د ۲۰۲۵ کال له پيله د افغانستان په ګډون د شاوخوا ۴۰ هېوادونو پر صادراتو ګمرکي تعرفې معافوي.
هغه دغه راز ویلي چې د اېمسيسي او مرکزي اسیا د نفت او ګازو شرکتونه به لا نور وهڅوي، څو د امو دریا نفتي حوزې د تېلو د استخراج بهیر لا ګړندی او د عینک مسو پروژې روان کارونه نور هم چټک کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP