Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بلخ چهاربولک کې یو شمېر زده‌کوونکي د خپلو ښوونځيو ودانیو له نشتوالي او د ښوونکو له کموالي شکایت کوي

مزارشریف (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۳): د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې یو شمېر زده‌کوونکي وايي چې ښوونځي يې ودانۍ او پاکې اوبه نه لري او هم یې ښوونکي کم دي.

د چهاربولک ولسوالۍ د شیتۍ کلي د امام فخرالدين رازي ښوونځي د شپږم ټولګي زده‌کوونکي لطف‌الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې ښوونځی ودانۍ نه لري او هم یې ښوونکي کم  دي.

هغه زیاته کړه: «ښوونکي مو کم دي، باید د ښوونکو شمېر ډېر شي، غواړو موږ ته د اوبو څاګانې او ښوونځي ته مو ودانۍ جوړه شي؛ ځکه ګرمه او سړه هوا کې تر خېمو لاندې زده‌کړې کوو.»

د احمدنوید په نوم د دغه ښوونځي یو بل زده‌کوونکی هم وایي چې د ودانۍ نشتوالي او د ښوونکو کمښت له امله د درېیو ټولګیو زده‌کوونکي هم‌مهاله په یوه خېمه زده‌کړې کوي.

هغه دغه راز اندېښنه وښوده چې ښوونځی یې ابتدائیه دی او که له شپږم ټولګي فارغ شي، په هغه صورت خپلو نورو زده‌کړو ته دوام نه شي ورکولای.

هغه وایي: «زموږ ښوونځی ابتدائیه دی، متوسطه ښوونځی زموږ له کلي لس کيلومتره لرې دی، زما په ګډون ډېر نور زده‌کوونکي هم که فارغ شي، خپلو زده‌کړو ته ادامه ورکولای نه شي.»

دغه راز، د دغه ښوونځي یوې بلې زده‌کوونکې نصیبه هم د ښوونکو له کمښت او ودانۍ له نشتوالي شکایت کوي او له حکومته غواړي چې ښوونځي ته یې ودانۍ جوړه او هم د ښوونکو د کمښت او نورو ستونزو په هواري کې مرسته ورسره وکړي.

په همدې حال کې، د امام فخرالدین رازي ښوونځي سرښوونکی شاه‌محمد هم شکایت کوي چې دغه ښوونځی ودانۍ نه لري او هم د ښوونکو له کمښت سره مخ دي.

هغه وویل: «زموږ ښوونځی ودانۍ نه لري، ټول ښوونځي کې یوازې درې ښوونکي لرو چې ټولو ټولګیو ته درس ورکوي، د پاکو اوبو، تشناب، قرطاسیې، کتابونو نشتون هم زموږ له عمده ستونزو دي.»

ورته مهال، د چهاربولک ولسوالۍ د پوهنې امر حمیدالله حماسي وایي چې په یاده ولسوالي کې ۴۸ لومړني، منځني او لېسه ښوونځي دي چې له ډلې نهه ښوونځي ودانۍ نه لري او د څلورو ښوونځیو ودانۍ نیمه‌کاره پاتې دي.

بلخوا، د یادې ولسوالۍ ولسوال غلام‌دستګیر جلالي هم د زده‌کوونکو یادې ستونزې مني او د حل ډاډ یې ورکوي.

هغه وایي: «چهاربولک ولسوالۍ کې رښتیا هم ستونزې ډېرې دي، یو شمېر ښوونځي ودانۍ نه لري، ځیني ښوونځي چې ودانۍ لري، احاطوي دېوال یې نشته، ډېری نور په کورونو کې زده‌کړې کوي او یا هم پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.»

هغه دغه راز وایي چې د دغو ستونزو هواري په موخه یې له سیمه‌ییزو چارواکو سره خبرې کړې چې یو شمېر یې حل او پاتې نورې به هم حل شي.

د یادونې ده، له دې مخکې هم د چهاربولک ولسوالۍ په ګډون د دغه ولایت د یو شمېر نورو ولسوالیو زده‌کوونکو له ورته ستونزو شکایتونه کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.