Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

م.م: افغانستان کې د کوکنارو کښت زیات شوی؛ قانع: دا ادعا بې‌بنسټه ده

کابل (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۳): د م.م له نشه‌يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر ویلي، افغانستان کې د کوکنارو کښت د ۲۰۲۳ کال په پرتله په ۲۰۲۴ کال کې ۱۹ سلنه زیات شوی، خو کورنيو چارو وزارت دغه څرګندونې ردوي.

د ملګرو ملتونو له نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د يوې سروې له مخې په خپل نوي راپور کې ویلي؛ چې په افغانستانکې د کوکنارو کښت د ۲۰۲۳ کال په پرتله په ۲۰۲۴ کال کې ۱۹ سلنه زیات والی موندلی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «لکه څرنګه چې نشه‌يي توکي يوه ويجاړونکې پديده ده او داسلام له نظره مطلق حرامه ده او سربيره په دې د افغانستان اسلامي امارت رهبري مقام عاليقدر امير المومنين جناب شيخ صاحب حفظهالله د هدايت پر بنسټ، اسلامي امارت له دغې پديدې پر وړاندې مبارزه خپل لومړيتوب ګني چې له مخې يې په ټول هېواد کې د نشه ييتوکو په کښت او توليد باندې پوره بنديز لګولى دى

هغه لیکلي، د کورنيو چارو وزارت دغه سروې او د يادې ادارې ادعا په کلکه ردوي او له حقيقته يې لرې ګڼي او ښايي چې دغه سروې دنشه يې توکو پر وړاندې مبارزې مخکې د کال په لومړيو کې  ترسره شوې وي، خو له هغه وروسته د پوليسو له خوا د کوکنارو د کښت ټولېساحې له منځه وړل شوې دي په همدې لحاظ د ملګرو ملتونه سروې يوه بې ځايه او  بې بنسټه ادعا ده.

قانع لیکلي، د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو د مبارزې د سروې برخه د ملګرو ملتونو له سروې سره په پوره ټکر کې قرار لري.

هغه د معلوماتو له مخې، په تېر یوه کال کې په افغانستان کې د مخدره موادو په ځانګړي ډول د کوکنارو کښت او تولید د تېرو کلونو په پرتلهد پام وړ کموالی ښيي.

دی لیکلي د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې په برياليتوب سره وکولای شول چې په افغانستان کېنشه يي توکي ټيټې کچې ته ورسوي او په ۲۰۲۴ کال کې هم له دې پديدې سره د مبارزې په برخه کې پرېکنده او جدي ګامونه پورته کړيدي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.