نیلي (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۳): د دایکنډي په مرکز نیلي ښار کې یو شمېر هغه مېرمنې چې ټولې هیلې یې په لاسي صنایعو پورې تړلې وايي، نورو برخو کې د کار نشتوالي له امله یې خیاطي او ګلدوزي ته مخه کړې او له حکومته غواړي چې ملاتړ یې وکړي.
دایکنډي د افغانستان له هغو ولایتونو دی چې د فابریکو او صنعتي کارخونو نشتوالي له امله په کې نارینهوو او مېرمنو ته د کار زمینه کمه ده؛ له همدې امله په دې وروستیو کې د لاسي صنایعو برخه کې د ښځو شمېر ډېر شوی دی.
د زعفران امیري په نوم یوه ښځه چې څه باندې اته کاله کېږي د دایکنډي په نیلي ښار کې په خیاطي يبوخته ده وايي، په دې وروستیو کې د خیاطي کارخونو شمېر ډېر شوی خو د تولیداتو پېرېدونکي یې کم دي.
هغه ټینګار کوي چې میاشتني عواید یې ډېر کم شوي او د کورنیو لګښت یې هم نه شي پوره کولای.
هغې وویل: «مخکې دا کاروبار ډېر ښه و؛ ځکه چې پوهنتونونه، کورسونه او ښوونځي فعال وو، موږ په یوه ورځ کې لږ تر لږه ۱۶ جوړه جامې تولیدولې او پنځه شاګردان مو درلودل، عاید مو ښه و، خو اوس کار کم شوی، زما خپل او د شاګردانو نیم مصرف هم نه پوره کېږي خو بل کار نشته، اړ یو چې راشو او همدا کار مخ ته یوسو.»
یاده مېرمن زیاتوي، که د بازار وضعیت ښه شي، تصمیم لري چې لسګونو نورو مېرمنو ته د کار زمینه برابر کړي.
دایکنډي کې په کار بوختې ډېری مېرمنې چې خیاطي ته یې مخه کړې وايي، هغه خلک چې مخکې د دولتي ادارو یا موسسو کارکوونکي وو، اوس د وزګارۍ له امله بازار کې په کار بوخت شوي دي.
په نیلي ښار کې د لاسي صنایعو برخه کې یوه بله په کار بوخته مېرمن، رقیه علیزاده که څه هم د خیاطۍ له کاره خوشحاله ده خو د بازار له نشتوالي شکایت لري.
هغې زیاته کړه: «دا چې په بازار کې د مېرمنو حضور کمرنګه شوی، د تېر کال په پرتله مو پېرېدونکي هم کم شوي او هره میاشت ۵ تر ۷ زره افغانۍ عاید لرو.»
هغې دغهراز زیاته کړه، هغه ښځې چې د نیلي ښار د خیاطي په کارګاوو کې په کار بوختې دي، د خپلو کورنیو سرپرستانې دي او په یوازې ځان د خپلو د کورنیو لګښتونه برابروي.
دغهراز، ثریا یوه له هغو ښځو ده چې شاوخوا یو کال کېږي په یوه کارګاه کې د زدهکوونکې په توګه کار کوي او توانېدلې د ګلدوزي حرفې زده کولو ترڅنګ یوه اندازه معاش هم ولري.
هغې زیاته کړه: «پخوا مې یو دفتر کې کار کاوه، معاش مې ښه و، څو کاله کېږي چې بېکاره شوې یم او په کور کې وم، اوس په دې هټۍ کې کار کوم، هم ښه ده چې پر کار بوخته یم او هم د بېکارۍ اندېښنه مې کمه شوې؛ ځکه بېکاري هم هغو ښځو ته چې پخوا یې دندې درلودې، عصبي او نورې ستونزې پیدا کوي.»
ثریا له نورو ښځو غواړي چې په کور کې د بېکاره کښېناستو پر ځای دې یو کسب زده کړي او ځان ته دې کار پیدا کړي.
د لاسي صنایعو برخه کې د بوختو ښځو د تولیداتو د خرڅلاو بازار د پیکه کېدو ترڅنګ د مناسب ځای او د ښځو مارکېټ نشتون هم د هغوی ستونزې ډېرې کړې؛ هغوی له حکومت او موسسو د خپل کسب او کار د ودې لپاره د ملاتړ غوښتنه وکړه.
له دې ټولو سره سره، د دایکنډي د صنعت او سوداګرۍ ریاست کې مسوولین د دغه ولایت د بوختو ښځو پر ملاتړ ټینګار کوي.
د دایکنډي د صنعت او سوداګرۍ رییس کریم صالحي وايي چې په نیلي ښار کې ډېر شمېر ښځې په کار بوختې دي او په دغه کار کې د هغوی پر وړاندې هیڅ محدودیت نشته.
هغه زیاته کړه: «په نیلي ښار کې د خیاطي او ګلدوزي په ګډون په بېلابېلو برخو کې له ۳۰۰ تر ۳۵۰ ښځې په کار بوختې دي چې ډېری یې له خپل کاروباره ښه عاید هم ترلاسه کوي.»
صالحي که څه هم په نیلي ښار کې د خیاطي کارګاوو د تولیداتو خرڅلاو بازار عاید ښه بولي، خو ټینګار کوي چې د دایکنډي د صنعت او سوداګرۍ ریاست په یادو کارګاوو کې د بوختو ښځو ستونزې هم څېړې او هڅه کوي چې د ستونزو د حل لپاره مناسبې لارې چارې پیدا کړي او له بوختو ښځو په ځانګړې توګه له خیاطو او ګلدوزو ښځو څخه د یادې ادارې او همکارو موسسو په همکارۍ ملاتړ وکړي.
Views: 10
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP