Language

بلخ کې د صادراتو اړوند اسنادو طی مراحل کولو واحد مرکز جوړ شو

مزارشریف (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۳:) د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې بلخ کې سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د صادراتي توکو د اسنادو طی مراحل کولو لپاره یو واحد مرکز جوړ شو.

دغه مرکز نن د بلخ ولایت سوداګرۍ او پانګونې خونې ریاست کې جوړ شو چې په پرانیست‌غونډه کې یې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي، د بلخ ځایي مسوولینو او سوداګرو ګډون کړی و.

نورالدین عزیزي وایي چې دغه مرکز (One-Stop Shop) سوداګرو ته د صادراتي توکو د لېږد برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو په موخه جوړ شوی او له بروکراسۍ څخه به مخنیوی وکړي.

نوموړی زیاتوي، صنعت او سوداګرۍ وزارت پلان لري څو دغه مرکز په برېښنایي توګه ډیزاین کړي چې سوداګر ان له خپل کوره وکولای شي خپل اسناد طی مراحل کړي.

بلخوا، د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال نصیراحمد عرب د دغه مرکز د جوړېدو هرکلی کوي او وایي چې دغه مرکز مرسته کوي څو سوداګر وکولای شي د صادراتي توکو اسناد په یوه ورځ کې طی مراحل کړي.

هغه وایي چې دغه چاره پخوا پېچلې وه او له امله یې سوداګریزې چارې له خنډ او ځنډ سره مخ کېدې.

ورته مهال، د بلخ ولایت مقام مرستیال نورالهادي ابو ادریس سوداګرو ته د ملاتړ ډاډ ورکوي او وایي چې د دغه ولایت مسوولین شپه او ورځ د سوداګرو په خدمت او ملاتړ کې دي.