Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نورالدین عزیزي او د اذربایجان د اقتصاد وزارت مرستیال د لاجوردو لارې له مسیره پر پایداره استفادې خبرې کړې

نورالدین عزیزي او د اذربایجان د اقتصاد وزارت مرستیال د لاجوردو لارې له مسیره پر پایداره استفادې خبرې کړې

author avatar
28 Nov 2024 - 15:14
نورالدین عزیزي او د اذربایجان د اقتصاد وزارت مرستیال د لاجوردو لارې له مسیره پر پایداره استفادې خبرې کړې
author avatar
28 Nov 2024 - 15:14

کابل (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۳): د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د اذربایجان د اقتصاد وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د اذربایجان د اقتصاد وزارت له لومړي مرستیال مامدوف سره  د حلال استانبول نندارتون په څنډه کې د لاجوردو لارې له مسیره د پایداره استفادې په اړه خبرې کړې دي.

سرچینې لیکلي چې مامدوف په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ اړیکو پیاوړتیا په موخه د افغانستان د دولتي او خصوصي سکټور پلاوي ته د دغه هېواد د محصولاتو او تولیداتو نندارتون کې چې نږدې راتلونکي کې جوړیږي، د ګډون بلنه ورکړې ده.

د یادونې ده، د ۲۰۲۴ کال د حلال استانبول نړۍوال نندارتون د نړۍ په کچه یو لوی نندارتون دی چې د افغانستان په ګډون ۴۵ هېوادونه په بېلابېلو سکټورونو او ۴۵۰ غرفو کې خپل محصولات او تولیدات د نومبر له ۲۷ تر ۳۰ مې د څلور ورځو لپاره نندارې ته ايښي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.