بامیان (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۳): په داسې حال کې چې سږ کال په بامیان کې د کچالانو حاصلات شاوخوا ۲۰۰ زره ټنو ته رسېدلي، خو مسوولین وايي چې د سیمې ځینو هېوادونو د ځانګړو سټنډرډونو له مخې د دغه ولایت کچالانو پېرلو ته لېوالتیا ښودلې ده.
د بامیان کچالان چې د دغه ولایت یو له مهمو کرنیزو محصولاتو دي او په افغانستان کې د غوره کچالانو په توګه پېژندل کېږي؛ دغه محصول د لوړ کیفیت، ځانګړي خوند او په مختلفو خوړو کې د کارونې وړتیا له امله ډېر شهرت لري.
د بامیان د صنعت او سوداکرۍ رییس حافظ نورزي امینزاده د پژواک اژانس خبریال ته وویل، دا لومړی ځل دی چې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو سوداګرو لېوالتیا ښودلې څو د ځینو ځانګړو معیارونو درلودو له مخې د بامیان کچالان خپلو هېوادونو ته وارد کړي.
هغه زیاته کړه چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له صنعتګرانو او کرنیزو محصولات د ملاتړ، په ځانګړې توګه بهر ته د کچالانو د صادراتو برخه کې ځیني اقدامات ترسره کړي دي.
هغه زیاته کړه چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزی ازبکستان، قزاقستان، ترکیې او ترکمنستان هېوادونو ته په خپلو سفرونو کې د کچالانو په ګډون د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره بازارموندنه کړې او یادو هېوادونو هم په دې برخه کې خپله لېوالتیا ښودلې ده.
نوموړي وویل چې مخکې به د بامیان کچالان په ټیټه بیه او غیرمعیاري ډول ایران او پاکستان ته صادرېدل چې له امله به یی بزګرانو ته زیان رسېده، خو د هغه په خبره، که د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ قراردادونه وشي، نو د هېواد کچالو به په مناسبه بیه بهر ته صادر شي.
هغه دغه راز وویل چې سږ کال په بامیان کې د کچالانو حاصلات شاوخوا ۲۰۰ زره ټنه شوي او ټاکل شوې چې په دغه ولایت کې پر ۱۰ جریب ځمکه یو سوداګریز کمپلکس جوړ شي څو دغه محصول له بستهبندۍ او پروسس وروسته بهر ته صادر شي.
په همدې حال کې، ځیني کروندګر د کچالانو د مناسب بازار له نشتوالي او ټیټې بیې شکایت کوي.
د بامیان په مرکز کې د عليجمعه په نوم یوه کروندګر پژواک ته وویل چې کچالان د دغه ولایت یو له اصلي کرنیزو محصولاتو دي چې ډېری خلک د همدغه محصول د پلور له لارې خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي، خو د بازار د نشتوالي له امله دغه محصول تل په ټیټه بیه خرڅېږي او کروندګر نهشي کولای چې په ګټه یې وپلوري.
دا په داسې حال کې ده چې د کرنیزو چارو کارپوهان د سړو خونو او مناسب بازار نشتوالی په دې برخه کې تر ټولو مهم خنډونه بولي.
د کرنیزو چارو کارپوه نجیبالله خردمند وايي چې د شته ارزونو پر بنسټ، د بامیان ولایت کچالان د سیمې په کچه ښه کیفیت لري.
د هغه په خبره، د نړۍوال بازار نشتوالی او د معیاري سړو خونو کمښت کروندګر له سختو ستونزو سره مخ کړي او که چېرې دغه محصول له راټولېدو وروسته وساتل شي، له وخت مخکې او په ټیټه بیه د پلور مخه به یې ونیول شي.
د هغه په خبره، د سړو خونو کمښت کروندګر دې ته اړ کړي چې حاصلاتو راټولولو پر مهال یو من کچالان له ۸۵ تر ۱۰۰ افغانیو وپلوري او چېرته یې د ساتنې زمینه برابر شي، نو په مناسب وخت کې یو من کچالان تر ۱۶۰ افغانیو هم پلورل کېږي.
نوموړي زیاته کړه، دا مهال په بامیان کې له کچالانو تر ۱۵ ډوله ځايي خواړه برابریږي او که دغه محصول نړۍوال بازار ته وړاندې شي، نو د بامیان کروندګرو او افغانستان لپاره به پر یوه ښه عایداتي سرچینه بدل شي.
بامیان ولایت د ساړه اقلیم او حاصلخیزې ځمکې په درلودو سره د کچالانو د کرلو لپاره مناسب دی او هر کال په دغه ولایت کې زرګونه ټنه د کچالانو حاصلات راټولیږي چې نه یوازې ته یوه حده کورنۍ اړتیا پوره کوي، بلکه ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته د صادراتو وړتیا هم لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP