Language

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان وو

کابل (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۳): تېره اونۍ چین او روسیې له کابل سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ، یوناما وویل، افغانستان کې رسنۍ له محدودیتونو سره مخ دي، خو ا.ا وویل چې د افغانستان مسایلو ته باید د لوېدیځو هېوادونو له عینکو ونه کتل شي او چین له افغانستان سره د ۱،۵ میلیون امریکايي ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • چین او روسیه غواړي له افغانستان سره خپلې اړیکې لا پراخه کړي.
  • د ملي دفاع وزارت سرپرست له چین سره پر ګډو همکاریو ټېنګار کړی.
  • علي‌رضا بیګدلي کابل کې د ایران سفیر شو او متحده عربي اماراتو د ا.ا د سفیر باورلیک ومانه.
  • یوناما: افغانستان کې دې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالیو په اړه اقدام وشي.
  • امر باالمعروف وزارت: هېڅوک حق نه لري له ښځو سره تاوتریخوالی وکړي او په دې برخه کې ډېر کار شوی.
  • یوناما: افغانستان کې رسنۍ له محدودیتونو سره مخ دي؛ ا.ا: د افغانستان مسایلو ته باید د لوېدیځو هېوادونو له عینکو ونه کتل شي.
  • کورنیو چارو وزارت هېواد کې د نشه‌يي توکو د کښت د ډېروالي په تړاو د م.م راپور رد کړ.
  • چین د افغان ماشومانو او کورنیو د بېړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره د ۱،۵ میلیون امریکايي ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

مرګ‌ژوبله:

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان وو

ځايي چارواکي وايي، کونړ کې د یوې کورنۍ د غړو ترمنځ خپل‌منځي شخړه کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

دغه‌راز، بغلان کې یوه ځوان خپله مور وژلې ده.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

وړمه اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۱۳ کسان وژل شوي او یو بل ټپي و.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

افغانستان ته د روسيې د لوړو پوړو چارواکو سفر

تېره اونۍ، د روسیې د ملي امنیت شورا عمومي منشي سرګي شویګو او د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اویرچوک افغانستان ته راغلي او د رياست‌الوزراء له مرستیالانو، د بهرنیو، ملي دفاع او کورنيو چارو له سرپرست وزیرانو سره یې ليدنې درلودې.

سرګي شویګو د افغانستان د ریاست‌الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي هېواد یې هڅه کوي چې افغانستان په شانګهای سازمان کې د ناظر غړي په توګه خپله څوکۍ بېرته ترلاسه کړي او دغه‌راز ډېر ژر به د افغانستان او روسیې ګډ سوداګریز فورم هم پرانیستل شي.

دغه‌راز، هغه د کورنیو چارو وزارت له سرپرست ‎سراج‌الدین حقاني او د ملي دفاع وزارت له سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد سره د سیاسي، امنیتي او اقتصادي مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

سرګي شویګو د کورنيو چارو له سرپرست وزیر سره په ليدنه کې ویلي: «د روسیې حکومت د طالبانو تحریک چې پخوا یې اسلامي امارت په دې نوم یاداوه، له ممنوعه ډلو د لرې کولو بهیر وروستيو پړاوونه ته رسېدلی، دا مرحله به په لنډ وخت کې بشپړه شي چې له دې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په مختلفو برخو کې پراختیا ومومي.»

د راپورونو له مخې، شویګو په دغو ليدنو کې ویلي، روسیه د مسکو ـ کابل ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو او نورو همکاریو د پراختیا او زیاتېدو غوښتونکې ده او چمتو ده چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې بنسټیزې پروژې عملي کړي.

دغه‌راز، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ډله‌ییز امنیتي تړون سازمان غونډې په څنډه کې ویلي، افغانستان د ثبات پر لور روان دی او غواړي له دغه هېواد سره خپلې اړیکې لا پراخې کړي.

هغه زیاته کړې: «مسکو نه شي کولای له دغه حقیقته سترګې پټې کړي چې په افغانستان کې وضعیت د ثبات په حال کې دی، موږ غواړو له افغان چارواکو سره دوه اړخیزې اړیکې ټینګې او دا اړیکې نورې هم پراخې کړو.»

افغانستان ته د چين د ځانګړي استازی سفر

تېره اونۍ، د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي يوشيايونګ هم له بېلابېلو افغان چارواکو سره ليدنې درلودې.

په دغو لیدنو کې د اقتصادي همکاریو، د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، سرحداتو، پانګونې او نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.

د راپورونو له مخې، د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشیایونګ د افغانستان د ریاست‌الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په ليدنه کې ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د اړیکو پراخولو او اقتصادي برخو کې د همکارۍ ډېرولو هڅې کوي.

هغه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې ویلي چې چین د افغانانو ارزښتونو او انتخابونو ته درناوی لري.

دغه‌راز، د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد له يوشيايونګ سره په ليدنه کې د د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټېنګار کړی دی.

تېره اونۍ، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حسن کاظمی قُمی پر ځای، علي‌رضا بیګدلي په افغانستان کې د دغه هېواد د نوي سفیر په توګه وټاکه  او د متحده عربي اماراتو د دولت رييس شیخ محمد بن زاید ال نهیان په ابو ظبي کې د اسلامي امارت د سفیر بدرالدین حقاني اعتبارلیک ومانه.

د متحده عربي اماراتو دولت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، په یادو مراسمو کې شیخ محمد بن زاید ال نهیان د اړیکو پر لا تقویت ټینګار کړی دی.

د یوناما څرګندونې او د ا.ا غبرګون

تېره اونۍ یوناما افغانستان کې د ښځو پر وړاندې «د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د چټکو» اقداماتو غوښتنه وکړه، ویې ویل چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د افغانستان په ګډون د نړۍ په کچه هیڅ ډول توجیه نه لري.

خو د افغانستان د امر باالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وایي، د ښځو د شرعي حقونو تأمین د دغه وزارت مسؤولیت دی او  په دې برخه کې یې ډېر کار کړی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، هېڅوک حق نه لري څو ښځو سره تاوتریخوالی وکړي او یاهم د ناوړه دودونو پر بنسټ د هغوی له شرعي حقونو انکار وکړي.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د یو راپور په خپرولو سره وویل چې  افغان خبریالان «د سانسور او معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې تر سختو بندیزونو لاندې» چاپیریال کې کار کوي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، په یاده موده کې یې د بشري حقونو د سرغړونو ۳۳۶ قضیې مستند کړي چې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي یې اغېزمن کړي دي. سرچینه زیاتوي چې په یادو قضیو کې خپل سرې نیونې، توقیف، شکنجه، ناوړه چلند او ګواښونه شامل دي.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه وویل: «د دغه راپور په اړه زموږ نظر دا دی چې د افغانستان قضیه باید لکه د یو غربي هېواد غوندې تلې ته وانه چول شي او د ‌هغوی له زاویې او عینکو ورته ونه کتل شي، افغانستان یو اسلامي هېواد دی دلته به رسنۍ هم اسلامي رسنۍ وي او د افغانستان د ګټو او قوانینو په چارچوب او چوکاټ کې فعالیت کوي او د دې له مخې له هېڅ رسنۍ سره هم زور زیاتی نه دی شوی.»

تېره اونۍ د ملګرو ملتونو سازمان له نشه‌يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر ویلي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت د تېر کال پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی موندلی دی.

د ملګرو ملتونو له نشه‌يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي و چې په افغانستان کې د تریاکو تولید په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې کم وو خو په ۲۰۲۴ کال کې یې تولید ۴۳۳ ټنو ته رسېږي. د سرچینې په وینا، دغه شمېر ښيي چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله د تریاکو تولید ۳۰ سلنه زیات شوی دی.

 خو د کورنيو چارو وزارت، د دغه راپور په غبرګون کې ویلي، اسلامي امارت د نشه‌يي توکو د له‌منځه وړلو لپاره له خپل ټول وسه کار اخیستی دی.

سرچينې، د کوکنارو د کښت د ۳۰ سلنه زیاتوالي په تړاو، د ملګرو ملتونو سازمان له نشه‌يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر راپور رد کړ او هغه یې له حقیقته لرې بللی دی.

د مرستو دوام

تېره اونۍ، کابل کې د چین سفارت او ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ترمنځ د افغان ماشومانو او کورنیو د بېړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره د ۱،۵ میلیون امریکايي ډالرو د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.