جلالاباد (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۳): د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې یو شمېر اهنګران وايي چې د دوی تولید ته ورته وارداتي توکو یې کاروبار نږدې له سقوط سره مخ کړی دی.
د جلالاباد ښار د درېیمې ناحیې اړوند د اهنګرانو کوڅه کې د اهنګرۍ لویې او وړې لسګونه هټۍ دي چې بېلابېل لومړني وسایل لکه چړې، لرونه، بېلونه، تبرونه او نور جوړوي.
اهنګران وايي، هغه توکي چې دوی يې تولیدوي، اوس له بهرنيو هېوادونو بېکيفیته او د فابریکو جوړ توکي راځي چې بیې یې ټیټې دي او د دوی کاروبار یې ور خراب کړی دی.
ذبیحالله چې له پلاره ورته دغه کسب ورپاتې دی، وايي، د هر ډول اوسپنيزو وسايلو جوړولو وړتيا لري او کيفيت يې هم تر وارداتي توکو ډېر لوړ دی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، اهنګران په دغه ځای کې لرونه، بېلچه، تبرګي، يوې، چړې، د بزګرۍ او مالدارۍ وسايل، د ودانيو جوړولو لاسي او نور ګڼ وسايل جوړولی شي.
هغه زیاته کړه: «موږ د افغانستان خپل تولید جوړوو خو له پاکستان او چین او نورو خارجي هېوادونو مالونه دلته راځي، خلک هغه اخلي، زموږ نه اخلي، ولې چې هغه ارزانه دي خو زموږ وسايل بیا باکیفیته دي.»
دغه راز، يو بل سپینږیری اهنګر فضلمحمد وايي، دغه کار له پلار او نيکونو ور پاتې دی خو په دې وروستيو کې بازار ته د بېکيفيته او ارزانه توکو وارداتو یې کارونه ور خراب کړي دي.
دی وايي: «يو خو بازار ته خارجي مالونه ډېر واردېږي، زموږ کارونه ودرېدل، پخوا به موږ بېلچې جوړولې، دهقان به کارولې، پلونه (د يوې پل) به مو جوړول، دهقان به پرې قلبې کولې، ټول الات عصري شول، د دهقان کارونه په ماشين شول، اوس له موږ نه څوک دومره څه نه اخلي.»
اهنګران له حکومته غواړي چې د دوی د ستونزې د حل لپاره پر وارداتي وسايلو مالیه لوړه کړي چې دا وطني صنعت له سقوط څخه وژغول شي.
د حاجيګل په نوم يوه اهنګر له خلکو وغوښتل چې خپلو کارونو کې له کورنيو توليداتو ګټه واخلي او دغه راز له حکومتي ادارو غواړي چې پر وارداتي توکو مالیه لوړه کړي څو کورني توليدات له منځه ولاړ نه شي.
بلخوا، د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رياست مسوولین وايي، هڅه کوي چې په دغه ولايت کې د صنعتکارانو ستونزې حل کړي.
د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رياست د صنعت او سوداګرۍ امر شاکرالله ستانکزی وايي، دغه ریاست د صنعتکارانو د ستونزو هواري لپاره کار کوي.
د جلالاباد ښار د اهنګرانو کوڅه ډېره مشهوره ده خو په هټيو کې يې اوس د خپلو تولیداتو ترڅنګ هغو ته ورته خارجي توکي هم تر سترګو کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP