ایبک (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۳): په وروستیو کلونو کې په هېواد، په ځانګړي ډول شمال زون کې وزلوبه یو ځل بیا غوړېدلې او د دې ملي او پخوانۍ لوبې د لوبغاړو او مینهوالو شمېر ورځ تر بلې ډېریږي.
وزلوبه د افغانستان یوه پخوانۍ او سنتي لوبه ده چې د افغانستان یو د فرهنګي میراثونو په توګه پېژندل کېږي، وزلوبه په ډلهییز ډول ترسره کېږي، په دې لوبه کې یوه بې سره وزه یا پسه په میدان کې وي او چاپاندازان هڅه کوي چې هغه خپل کړي او د میدان یوه ځانګړي ځای ته یې ورسوي.
نننۍ وزلوبې د افغانستان په ډېرو ولایتونو، په ځانګړي ډول د هېواد په شمال زون کې پر یوې ټولنیزې او فرهنګي لوبې بدله شوې ده، په وروستیو کلونو کې د یو شمېر ولایتونو خلک هم له دې لوبې سره مینه پیدا کړې ده.
د سمنګان د وزلوبې فدراسیون رییس ذبیحالله حاجيزاده له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د نورو کلونو په پرتله د وزلوبې مینهوال ډېر شوي دي.
نوموړي وویل: «د جمعې په ورځو د وز لوبې سیالۍ د سمنګان په قره شباق میدان کې تر سره کیږي، د خلک حضور ډېر وي، تېرو کلونو کې به چې کله وزلوبې کېدلې له ۳۰ تر ۴۰ پورې به اسونه یا چاپ اندازان ډېر نه وو، اوس له سلو ډېر قوي اسونه او نامي پهلوانان د وزلوبې میدان ته راځي او د دې ترڅنګ زرګونه نندارچیان هم راځي چې دا په خپله د خلکو د ډېرې لېوالتیا ښکارندويي کوي.»
نوموړي وویل، وزلوبه یا بزکشي په دوه ډوله ده، رسمي او غیررسمي چې رسمي یې د لیګ او ټورنمنټ په ډول په کابل او ولایتونو کې ترسره کېږي او د هغه غیر رسمي لوبې په پخواني او سنتي ډول ترسره کېږي چې په هغو کې د اسونو او چاپاندازانو شمېر مهم نه دی.
هغه وویل، کله چې د وزلوبې لیګ ترسره کېږي، له بده مرغه ځيني ولایتونه د نورو ولایتونو چاپاندازان اخلي او د هغو په ګټه لوبه کوي چې دا چاره د سنتي او ملي لوبې جذابیت کمرنګه کوي، د هېواد ورزشي مسوولین باید دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
سمنګان کې یو ځوان چاپانداز سمع الله وایي چې اوس د تېرو کلونو په پرتله د بزکشۍ لوبې لپاره ډېرې اسانتیاوې برابرې شوي کولای شم چې د چاپاندازانو د رسمي کلپونو یادونه وکړم او دغهراز دغه ولایت ته چټک او قوي اسونه هم راوستل شوي دا چاره د دې لامل شوې څو د وزلوبې پهلوانان ډېر شي.
هغه وایي پنځه کاله کیږي چې د سمنګان د بزکشۍ په ټيم کې لوبې کوم دا د دغه ولایت د شتممنو (خانانو) ملاتړ او لېوالتیا ده چې د سمنګان ټیم د افغانستان د وزلوبې غوراوي لیګ یوه کال کې اتل او بل کال کې نایب قهرمان شو.
خو هغه وایي: «موږ په سمنګان کې د خپلو ولایتي لوبو لپاره مناسب او معیاري میدان نه لرو چې دا زموږ او زموږ د علاقهمندانو یوه لویه ستونزه ده، د هېواد د بزکشۍ او نېزهبازۍ فدراسیون عمومی ریاست له مسوولینو غواړو چې موږ ته دې معیاري او مجهز میدان جوړ کړي.
د بلخ ولایت یو چاپانداز سرور پهلوان چې څه باندې ۲۰ کاله کیږي دغه ولایت کې پر وزلوبه بوخت دی وایي چې دغه ولایت کې ملي لوبې وزلوبې د پام وړ وده کړې ده.
هغه وویل: «زما د دې رشتې په ۲۰ کلن فعالیت کې وینو چې دې ورځو کې زموږ د علاقهمندانو شمېر ډېر شوی، زه او دوه نور ورونه مې دغې ورزشي لوبه کې لوبه کوو او راتلونکي کې هم هیله لرم چې زما اولادونه دغې رشتې کې کوښښ وکړي او دا ورزش پر مخ بوځي.»
بلخوا، د بدخشان یو چاپانداز غلام خدایي وایي چې دې ولایت کې د بزکشۍ لوبې په بېلابېلو مناسبتونو کې د ولایت او ولسوالیو په کچه تر سره کیږي.
هغه وویل: «په بدخشان کې له دغې سنتي لوبې سره خلکو له پخوا لېوالتیا لرله، دا لوبه موږ ته له نیکونو په میراث پاتې ده او ورځ تر بلې د دغې لوبې د علاقهمندانو شمېر ډېریږي.»
د بغلان د وزلوبې ټيم یوه پهلوان عزیزالله وایي، یوه چاپانداز ته قوي او چټک اس ډېر مهم دی او له نېکهمرغه په بغلان کې ډېر قوي اسونه اخیستل شوي دي.
هغه زیاته کړه، که واقعاً د افغانستان له چاپاندازانو ملاتړ وشي کولای شي چې له نورو هېوادونو سره ښې لوبې وکړي او خپل هېواد ته ښې لاسته راوړنې راوړي.
د سمنګان یوه اوسېدونکي پاینده په داسې حال کې چې د وزلوبې ننداره یې کوله وویل چې د امنیت تامین، د نویو اسونو اخیستل او په سمنګان کې د چاپاندازانو ډېرېدا د دې لامل شوې چې دا د دغې لوبې لیدنې لپاره لسګونه کیلو متره لرې ډېر په شوق او لېوالتیا راشي.
ده د هېواد له ورزشي مسوولینو غوښتنه وکړه چې باید د وزلوبو لپاره معیاري میدانونه جوړ کړي.
د بلخ یوه اوسېدونکي جمعه ګل هم ورته نظر درلود او وایي چې باید هر پهلوان د خپل ولایت په ګټه لوبه وکړي ځګه چې د هغه په خبره، دې وروستیو کلونو کې د یوه ولایت چاپاندازان له نورو ولایتونو سره قرارداد کوي او د همغه ولایت په ګټه لوبه کوي چې دې چارې د دغې ملي لوبې هیجاني کمه کړې ده.
ورته مهال، د هېواد د بزکشۍ فدراسیون رییس غلام سرور جلال پژواک ته وویل چې د نورو ولایتونو له خوا د یوه ولایت د چاپاندازانو اخیستل یوه ملي او نړېواله پروسه ده چاپاندازان حق لري چې هر تیم سره قرارداد وکړي.
نوموړي د معیاري میدانونو جوړولو برخه کې وویل: «هڅه کوو چې د مزار او کندوز میدانونو لپاره ډونر پیدا کړو؛ ځکه چې د بزکشۍ فدراسیون ځانګړې بودجه نه لري چې میدانونه جوړ کړي، څه موده وړوسته مالیزیا هېواد ته بلنه راکړل شوې، د هغه هېواد له مسوولینو سره خبرې کوو چې موږ ته میدانونه جوړ کړي.»
د هېواد د بزکشۍ فدراسیون رییس زیاته کړه چې د فدراسیون هڅه داده څو د بزکشۍ لوبه لا ډېره وده وکړي او د لوبو لپاره معیاري میدانونه جوړ شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP