Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې د سره صلیب روغتون مشر:  افغانستان کې هر کال له ۱۶ تر ۱۸ زره نوي معلولین ثبتیږي

کابل (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۳): د معلولینو نړۍوالې ورځې (د ډسمبر ۳مه) سره همهاله په کابل کې د سره صلیب روغتون رییس وایي چې په افغانستان کې هر کال د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په اوو مرکزونو کې له ۱۶ تر ۱۸ زره پورې نوي معلولین ثبتیږي.

د معلولینو نړۍواله ورځ د ملګرو ملتونو له خوا په ۱۹۹۲ کال کې اعلان شوې او وروسته هر کال دغه ورځ د ډسمبر په ۳مه نمانځل کیږي.

دغه ورځ د بېلابېلو معلولیتونو اړوند مسایلو په اړه د عمومي اذهانو د ودې او پوهاوي ډېرېدو په موخه چې باید معلول کسان د ټولو سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او فرهنګي برخو له مسئلې سره منتج شي، ټاکل شوې.

د سره صلیب روغتون رییس نجم‌الدین حلال د پژواک خبري اژانس له خبریال سهراب سروري سره په خبرو کې وویل چې دمګړۍ په ټول افغانستان په کابل، بلخ، هرات، ننګرهار، کاپیسا، هلمند او بدخشان ولایتونو کې ۷ مرکزونه فعالیت لري، دغه ټول روغتونونه په دوو برخو (فزیکي توانایي او په ټولنه کې د معلولینو مدغم کول) کې فعالیت کوي.

هغه وویل چې دغه روغتون د خپل فعالیت په لومړیو کلونو کې یوازې جنګي معلولین منل، خو د وخت په تېرېدو سره پرېګړه وشوه چې د دې ترڅنګ ټولو هغو معلولینو ته چې د لاس، پښو، غاړې او د بدن د  نورو غړي ستونزې لري، دروزاه پرانیزي.

 د هغه په خبره، داسې معلولین شته چې له جنګ سره مستقیمه اړیکه نه لري، د دوی دروازه د ټولو معلولینو پر مخ پرانیستې ده او هيڅ لګښت هم نه لري.

د فزیکي بیاځواکمنتیا برخه

حلال وویل چې د فزیکي بیا ځواکمنتیا تر چتر لاندې په لومړي پړاو کې معلولینو ته مصنوعي غړي، قالبونه او کومکي وسایل جوړیږي.

د نوموړي په خبره، دغه مرکز ته د ورځې په اوسط ډول ۳۰۰ معلولین مراجعه کوي او هغوی نوي کسان نه دي، بلکې دا هغه کسان دي چې د بیا معاینې، د مصنوعي غړو اخیستو او یا هم د خپلو مصنوعي غړو د ترمیم لپاره مراجعه کوي.

نوموړي زیاته کړه چې د هېواد په کچه په دغو ۷ مرکزونو کې د فعالیت له پیله تر اوسه پورې ۲۶۰ زره معلولین ثبت شوي دي.

هغه وویل: «د دې ترڅنګ مو چې په خپلو دغو مرکزونو کې څه باندنې ۲۶۰ زره معلولین د فعالیت له پیله تر اوسه پورې ثبت کړي، خو بیا هم موږ هر کال له شاوخوا ۱۶ تر ۱۸ زره پورې نوي ناروغان هم راجستر کوو چې له دې ډلې شاوخوا زر تر ۱۵۰۰ پورې یې له جنګ سره په مستقیم ډول اړیکه لري او پاتې نور نور معلولیتونه دي.»

له ټولنې سره د معلولینو مدغمولو برخه

د حلال په خبره، له ټولنې سره د معلولینو مدغم کولو برخه ډېره مهمه ده چې د مصنوعي غړو جوړولو ترڅنګ هڅه کېږي چې هغوی ته په بېلابېلو برخو کې د کار زمینه هم برابره شي.

هغه وایي چې معلولو ماشومانو ته قرطاسیه ورکول کېږي څو درس ووایي، ځوانانو ته د حرفو لکه د خیاطۍ او نجارۍ زده کولو زمینه برابریږي او د دې ترڅنګ لویانو معلولینو ته د اوږدمهاله پورونو اخیستو زمینه هم برابره شوې ده.

نوموړي وویل چې د مدغملو برخې بله پروسه د کارموندنې موضوع ده، خو په هېواد کې د کار محدودیت ډېر دی، دغه روغتون یوه پالیسې لري چې په خپلو مرکزونو کې معلولین وګوماري او دا موضوع یو مثبت تبعیض دی.

 هغه وایي چې په ټول افغانستان کې ۸۵۰ کارکوونکي لري چې له دې ډلې ۹۰ سلنه یې معلولین دي.

کابل کې د سره صلیب روغتون رییس زیاته کړه چې په دغه روغتون کې معلولین پر کار بوخت دي، د دغه قشر ګومارنه نورو معلولینو ته لا ډېره هیله وربښي.

نجم‌الدین حلال وویل چې د سره صلیب روغتونونه داسې جوړ شوي چې څنګلوري ولایتونه هم تر خپل پوښښ لاندې راولي، خو ښه ده چې په هر ولایت کې روغتون وي.

د یادونې ده، د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د فزیکي بیاځواکمنتیا مرکز له نن څخه ۳۷ کاله مخکې ۱۹۸۷ کال کې خپل فعالیت پیل کړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.