کابل (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۳): د ایران د عدلیې وزارت د بشر حقونو او نړۍوالو چارو مرستیال ویلي چې تهران د ۵۰۰ افغان بندیانو نوملړ د هویت د تایید او افغانستان ته د هغوی د لېږد په موخه ا.ا ته سپارلی دی.
د تېرې زمري میاشتې په ۲۴ مه د ایران د عدلیې وزارت یو پلاوی د زندانیانو پر مسایلو د خبرو په موخه کابل ته راغلی و او تر راتګ مخکې یې ویلي و چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به زر افغان بندیان د افغانستان سرپرست حکومت ته وسپاري.
د ایران د عدلیې وزارت د بشر حقونو او نړۍوالو چارو مرستیال عسکر جلالیان ایسنا خبري اژانس ته ویلي، چې تهران د افغان بندیانو د لومړۍ مرحلې د انتقال لپاره ۵۰۰ کسیز نوملړ اسلامي امارت ته را استولی دی.
هغه ویلي، د دغه نوملړ له استولو یې موخه د افغان بندیانو د هویت تایید او پېژندنه ده.
ده ویلي، کله چې یاد نوملړ تایید شي نو یاد بندیان به په لومړۍ مرحله کې افغان حکومت ته وسپارل شي.
جلالیان د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي، په ایران کې له ۸ زرو زیات بهرنيان بندیان دي چې ډېری یې افغانان دي.
د راپور له مخې، د یادو زندانیانو ډېر یې د نشهیي توکو اړوند جرمونو محکوم شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP