کابل (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۳): د ماشومانو د داخله ناروغیو یو متخصص په ماشومانو کې د وینې د کمښت ستومنزه جدي بولي او وايي چې که پر وخت یې تشخیص او درملنه ونهشي، د بدن ټول سیسټمونه او حیاتي غړي له خطر سره مخ کېدای شي.
د وینې اندازه د انسان په بدن کې د عمر، وزن او جنس پر اساس توپیر کوي، یو بالغ سړی له شاوخوا ۹۰ کیلوګرام وزن سره کولای شي نږدې ۶ لېتره وینه او یوه ښځه له شاوخوا ۷۴ کیلوګرام وزن سره ۴،۳ لېتره وینه او یو ماشوم د ۴۵۳ کیلوګرام وزن سره ۷۰ تر ۷۵ ملي لېتره وینه لرلای شي.
د کابل د اندراګاندي د ماشوم روغتیا انسټیټوټ کې ترینر متخصص ډاکټر محمدفیاض صافي پژواک خبري اژانس ته وویل، د ویني کمښت په هر عمر کې انسان ته پیدا کېدای شي، خو د لویانو په پرتله په ماشومانو کې ډېره وي.
هغه چې ویل یې، د وینې کمښت په ځینو ماشومانو کې ډېر خفیف او په ځینو کې اصلا معلومېږي هم نه، خو د پوستکي، شونډو، لاسونو رنګ الوتل، د لاسونو او پښو سوړوالی، د پوستکي، سترګو او خولې زېړوالی، د زړه درزا، د سر درد، د نوکانو ماتېدل، په خوله او ژبه کې زخم او التهاب، د وینې تویېدل، په وده کې ځنډ یې د ویني د کمښت نښې وبللې.
د هغه په وینا، د وینې کمښت چې بېلابېل لاملونه لري، ځیني ماشومان هغه مهال چې د مور په رحم کې وي، د مور د ناسمې تغذیې له امله د وینې د کمښت له ستونزې سره نړۍ ته راځي او ځیني ماشومان بیا وروسته له دې ستونزې سره مخ کېږي.
سرچینې په ټینګار زیاته کړه: «لومړی څه چې په افغانستان کې ډېر دی، د وینې کمښت ستونزه ده او لامل یې هم د خوړو د مناسب رژیم نشتوالی دی.»
د هغه د معلوماتو له مخې، هره ورځ د یاد روغتون ۲۵ سلنه ناروغان د وینې د کمښت پر ناروغۍ اخته ماشومان دي.
نوموړي زیاته کړه: «له شاوخوا زر تر دوو زرو ناروغانو چې د ورځې موږ ته مراجعه کوي، ۲۵۰ ماشومان د وینې د کمښت پر ستونزه باندې اخته وي.»
هغه وايي، په ماشومانو کې د وینې کمښت جدي ونیسئ او دغه راز زیاته یې کړه، که د وینې د کمښت درملنه ونه شي، د وینې اندازه له نورمالې اندازې نیمایي ته ورسېږي، د بدن غړي لکه زړه، پښتورګي او ځیګر کم کاره کېږي او که د وینې کمښت ستونزه د اوږدمهال وخت لپاره پاتې شي، ان انسان له مرګ سره مخ کوي.
هغه پر سمې تغذیې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې خوراکي توکي هر یو د وینې په جوړولو کې اساسي رول لري او هر یو بېلابېلې سلنې لري، یوه غذايي ماده ده چې ۵ سلنه، بله یې ۱۰ سلنه او بله ده چې ۹۰ سلنه وینه جوړونکې دي.
هغه سپارښتنه وکړه: «یوه میندواره مېرمن باید پنځه وخته ډوډۍ وخوري، خواړه یې باید متنوع وي، باید په خوړو کې یې ټولې هغه سرچینې موجودې وي چې وینه پوره کوي.»
هغه وايي، خوراکي توکو کې شحمیات، پروټین، ویټامینونه، منرالونه، قندونه او یوه اندازه اوسپنه وي او که بدن ته ونه رسېږي، انسان د وینې د کمښت له ستونزې سره مخ کېدای شي.
دغهراز ډاکټر صافي په ټینګار سره ویلي چې د ماشومانو تغذیې ته باید پاملرنه وشي، ماشوم باید تر شپږو میاشتو پورې یوازې د مور په شيدو تغذیه شي او وروسته له شپږو میاشتو تر دوه نیم کلنۍ پورې ماشوم ته د مور د شیدو ترڅنګ بشپړوونکي خواړه هم ورکړل شي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له لوري «د معیاري درملنې ملي لارښود» په یوې برخه کې چې مخکې برابر شوی و، ډېرو ماشومانو کې د ویني کمښت لامل ناسمه تغذیه ګڼل شوې ده.
په دغه لارښود کې په ماشومانو کې د وینې د کمښت مخنیوي لپاره د امیندوارۍ پر مهال د مور پر سمې تغذیې او د شېدو ورکولو او له هغې وروسته کلونو کې د ماشومانو پر سمې تغذیې ټینګار کړی دی.
یاد لارښود کې سپارښتنه شوې چې د وینې د کمښت مخنیوي لپاره باید له غوښې، حبوباتو، ترکاریو، میوو او له اوسپنې لرونکو خوړو څخه ګټه واخیستل شي.
د ویني په کمښت د اخته ماشومان پایوازان
د هرات اصلي اوسېدونکی محمدظاهر چې پنځه کلن لمسی یې د اندراګاندۍ په صحت طفل روغتون کې بستر دی وايي: «لمسی مې دولس شپې په هرات کې بستري و، درې ځلې یې ورته وینه ورکړه خو هېڅ ګڼه یې ونه کړه، بیا یې د دې روغتون ادرس راکړ، پرون مې دلته راوړ، توکل په الله چې هر رقم شو.»
هغه چې ویل یې د لمسي له پزې یې وینه بهېږي، اشتیا نلري او تل یې رنګ الوتی او ستړی وي، زیاته کړه: «نن مې ورته د وینې له بانک څخه وینه راوړه، خدای مهربانه دی چې ښه شي.»
دغهراز، د کابل ښار د شپاړلسمې ناحیې اوسېدونکی عبدالمتین چې یوه کلنه لور یې د وینې کمښت له امله دې روغتون کې بستري ده وايي: «ډاکتران وايي چې لور دې کم خونه ده، وینه یې مکروب لري.»
هغه چې له وزګارۍ او اقتصادي ستونزو له امله شکایت درلود، زیاته یې کړه: «یو ځل مې مخکې هم راوړې وه او ښه شوې وه خو له څه مودې وروسته یې بیا وینه کمه شوه.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP