Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ښار کې یو شمېر پوستین‌ګنډونکي د خپلو محصولاتو بازار کمرنګه کېدو اندېښمن کړي

کابل (پژواک، ۲۱ لېندۍ ۱۴۰۳): کابل ښار کې یو شمېر پوستین‌ګنډونکي د خپلو محصولاتو بازار ټکني کېدو اندېښمن کړي او له خلکو غوښتنه کوي چې د دغه صنعت ژوندي ساتلو لپاره د دوی له تولیداتو استفاده وکړي.

افغانستان کې د پوستین‌ګنډلو صنعت اوږده مخینه لري؛ پوستین‌ګنډونکي د پسه، ګیدړې، غوا او نورو حیواناتو له پوستکو خولۍ، کوټونه، واسکټ، د غاړې دسمالونه، کورتۍ او نور ګنډي چې له پخوا یې ډېر مینه‌وال بهرنیان وو.

خو اوسمهال په کابل ښار کې پوستین‌ګنډونکي وايي چې د محصولاتو بازار یې پیکه شوی دی.

د کابل ښار د شهرنو په ګلفروشۍ کوڅه کې یوه پوستین‌پلورونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه دوکان کې چې له پلار او نېکه په میراث ور پاتې دی، د بېلابېلو حیواناتو له پوستکو جوړې بېلابېل ډول جامې پلوري.

د بازمحمد په دوکان کې خولۍ، بوټ، کوټ، د غاړې دسمال، د ښځو او نارینه‌وو کورتۍ چې د پسونو، ګېدړو، قره‌قل او د غوا له پوستکو جوړ شوي، شته خو نوموړی د پلور بازار له کمرنګه کېدو شکایت لري.

هغه زیاته کړه: «په تېرو کلونو کې د ژمي او اوړي به موسم کې د څارویو له پوستکو جوړې جامې پلور کېدې؛ ځکه له بېلابېلو هېوادونو ګرځندویان راتلل او پېرل به یې خو اوس یوازې په ژمي کې زموږ خرڅلاو لږ ډېر وي.»

نوموړي وویل، په تېرو کلونو کې به یې هره میاشت شاوخوا ۳۰ زره افغانۍ ګټه ترلاسه کوله خو اوس شاوخوا پنځلس زره افغانۍ عاید لري.

بازمحمد له خلکو وغوښتل چې د یاد صنعت پایښت لپاره دې د ژمي په موسم کې د څارویو له پوستکو جوړې جامې وپېري.

ورته مهال، د کابل د شهرنو د انتیک فروشۍ کوڅې یو پوستین‌پلورونکی هم ورته شکایت لري او وايي، په داسې حال کې چې د ژمي موسم دی او خرڅلاو یې باید ډېر وي خو د خلکو بد اقتصادي وضعیت له امله ډېر خرڅلاو نه لري.

د هغه په خبره، یاد صنعت ورته له نیکونو په میراث پاتې دی او د دغه صنعت خوندیتوب چې په افغانستان کې اوږده مخنیه لري، اړین دی.

نوموړی زیاتوي: «هیله‌من یم چې یوه ورځ نه یوه ورځ به مو کار ښه شي.»

نوموړي هم له خلکو وغوښتل چې په هېواد کې دې د پوستین ګنډلو صنعت خوندیتوب لپاره د دوی له تولیداتو ګټه واخلي.

ورته مهال، د کابل ښار اوسېدونکي غلام رسول وویل: «نن د انتیک فروشۍ کوڅې ته راغلم چې د ژمي لپاره یو وطنی پوستین واخلم.»

هغه وايي چې وطني پوستینونه غوره کیفیت لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.