کابل (پژواک، ٢٣ وږى ۱۴۰۳): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د اسلامي امارت مشر په لومړي ځل په هېواد کې د ۳۱۸ عمومي روغتونونو (General Hospitals) د جوړولو امر کړی دی.
د عامې روغتیا وزارت پرون (پنجشنبه) پر خپله ایکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي یې دي چې د وزارت د وړاندیز له مخې، د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو د جوړولو لپاره په لومړي ځل د افغانستان د اسلامي امارت له داخلي بودیجې څخه څه باندې شپږ میلیارده افغانۍ منظور شوې دي.
دغه وزارت زیاته کړه چې د دغو روغتونونو د جوړولو تدارکاتي چارې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري مرستیال ملا بختالرحمن شرافت په شتون کې د یوې رڼې پروسې له لارې پیل شوی دی.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې، په لوګر، غزني او فراه ولایتونو کې د پنځو روغتونونو تدارکاتي چارې بشپړې شوې او په نږدې راتلونکي کې به یې د جوړولو عملي چارې پیل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP