Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني‌ښار – بامیان (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۳): مسوولین وايي، د میدان‌وردګو ولایت په جلریز او د بامیان په یک‌ولنګ نمبر۱ ولسوالیو کې د ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او نهه نور ټپيان شوي دي.

د میدان‌وردګ د رسنیو له دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، تېره ورځ مازدیګر مهال د دغه ولایت د جلريز ولسوالۍ اړوند د ميدان‌ښار – باميان پر لار د اسماعيل‌خېلو سيمه کې د یوه مازدا او فلانکوچ موټرو ترمنځ د ټکر له امله د دوو مېرمنو په ګډون اته کسان ټپيان شوي.

سرچینه کاږي چې د ټپیانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

دغه راز، د بامیان ولایت امنیې قوماندانۍ ویاند محمدخواني رسا پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه د یک‌ولنګ نمبر۱ ولسوالۍ کې د یوه فلانکوچ موټر چپه کېدو له امله یو کس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

خبرپاڼه کې راغلي، د پېښې ټپیان د ځايي خلکو او پولیسو له لوري د میدان‌ښار ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د یادونې ده، تېره ورځ د هلمند په لښکرګاه ښار کې هم د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږ کسان وژل شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.