Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې د پنځو معیوبو اولادونو مور طاهره: بې‌وزلي او لوږه مې ځوروي، خلک دې مرسته راسره وکړي

کابل (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۳): طاهره، هغه مور چې د ژوند په سختیو کې له خپلو اوو اولادونو سره – چې پنځه زامن یې معیوب دي او د کابل ښار د چهل‌دختران غره کې په یوه غریبانه کور کې ژوند کوي، له بې‌وزلۍ او اقتصادي ستونزو کړیږي او له خلکو د مرستې غوښتنه کوي.

کابل کې د مني په یوه ورځ د طاهرې په نوم له یوې مور سره مخ شوم چې ژوند یې له کړاوونو او ناهیلیو ډک دی، هغه وايي چې ۲۸ کاله مخکې یې په غور ولایت کې له یوه کس سره واده وکړ، یوه کوچني خو له مینې ډک کور ته ورغله، په لومړیو کې یې ژوند له خوښیو او هیلو ډک و.

دې د خپل خاوند په اړه وویل چې هغه یو غریب‌کار سړی و او هره ورځ به یې خپله کراچۍ ایستله او د کورنۍ د غړو لپاره به یې یوه ګوله ډوډۍ برابروله.

خو طاهره وايي چې خوښیو یې ډېر دوام ونه‌ کړ؛ ځکه لومړنی زوی یې قربان‌علي چې وزېږېد، ذهني او جسمي  کمزورتیا یې درلوده؛ ځکه هغه چې کله یو څه غټ شو خبرې یې نه‌ شوې کولای او د نورو خبرې یې نه ‌شوې درک کولای.

قربان‌علي اوس ۲۶ کلن دی، سر یې په غیرعادي ډول وده کړې، د ماشومانو په شان خبرې کوي او خپل کارونه په یوازې ځان نه‌شي ترسره کولای.

د طاهرې په خبره، د هرې ورځې په تېرېدو یې ستونزې ډېرېدې تر دې چې دویم زوی یې، لایق چې اوس ۲۴ کلن او درېیم زوی یې محرم چې اوس ۲۱ کلن دی، هم معیوب پیدا شول.

د دغو درېیو زامنو معیوبیت طاهره سخت اندېښمنه کړې وه او د هغوی د درملنې لپاره ډاکټرانو ته ورغله، خو مثبته نتیجه یې ترلاسه نه ‌کړه؛ ځکه ډاکټرانو یې د زامنو ستونزې مورزادي وښودې او ویې ویل چې درملنه یې ممکنه نه ده.

طاهرې وویل، ژوند یې له هغو اولادونو سره چې ځانګړې پاملرنې ته اړو و، ورځ تر بلې له سختۍ سره مخ کېده، خو دې هيڅکله په خپلو مسوولیتونو کې لټي نه ده کړې.

هغې زیاته کړه: «ډېر کله بې‌صبره او بې‌حوصلې کېږم، خو بیا هم له الله (ج) ناشکري نه کوم؛ ځکه ناشکری ښه نه ده… له ځان سر وایم چې همدا به مې په نصیب او قسمت کې وو، بیا هم په هر حال د الله ج شکر.»

هغه هیله او زغم چې طاهرې درلودل او هيڅکله یې د خپلو معیوبو اولادونو په مراقبت کې سستي نه ده کړې، څلورم زوی یې ابوذر چې اوس ۱۴ کلن او په ایران کې دی او پنځم اولاد یې فاطمه چې اوس ۱۲ کلنه ده، سالم پیدا شول.

هغه وايي، له ټولو سختیو او ناهیلیو سره سره یې د ابوذر او فاطمې په سالم پیدا کېدو سره یو ځل بیا روښانه راتلونکي ته هیله پیدا شوه، خو پنځم زوی یې رحمان چې اوس ۱۰ کلن دی او مختار چې اوس ۶ کلن دی، هم ذهني او جسمي کمزوري لري.

د طاهرې په خبره، د دوو نورو معیوبو اولادونو پیدایښت یې د دې لامل شو چې خاوند یې دوی پرېږدي او له بلې ښځې سره واده وکړي چې دا یې په ژوند کې در ټولو ترخه خاطره وه.

هغه چې د خاوند له جلا کېدو وروسته یې خپلو معیوبو اولادونو ته د پاملرنې ترڅنګ د هغوی سرپرستي هم پر غاړه واخیسته، ورځ تر بلې یې د ژوند ستونزې ډېرېدې تر دې چې پرېکړه یې وکړه کابل ته راشي.

طاهرې په داسې حال کې چې د خپلو پنځو معیوبو اولادونو د راتلونکي په اړه اندېښمنه ده، په غرېو نیولي غږ وویل: «ورځ په ورځ مې اولادونه د ودې په حال کې دي، الحمدلله لویېږي، خو یوازې پر لاره نه ‌شي تلای، ښه او بد نه پېژني، څو چې زه ژوندۍ یم، نه پرېږدم چې له کړاو سره مخ شي، خو له مرګ وروسته مې نه پوهېږم چې څوک به یې ساتنه کوي.»

طاهره د خپلو اولادونو لپاره د یوې ګولې ډوډۍ پیدا کولو لپاره له مرستندویانو د مرستې ترلاسه کولو ترڅنګ له خپلې ۱۲ کلنې لور سره غالۍ اوبي او ابوذر یې د کار لپاره ایران ته لېږلی دی.

هغې زیاته کړه: «ابوذر ډېر لوی نه دی، د درس او تعلیم وخت یې و، خو د ژوند ناوړه وضعیت له امله مو اړ کړ چې ایران ته ولاړ شي او کار وکړي.»

طاهره چې په ډېرې سختۍ سره د کورنۍ لګښتونه پوره کوي وايي: «احساس کوم چې د ژوند کړاوونه مې پای نه مومي، بې‌وزلي او لوږه مې ځوروي.»

فاطمې له شتمنو کسانو وغوښتل چې مرسته ورسره وکړي څو وکولای شي په ښه ډول د خپلو معیوبو اولادونو ساتنه وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.