Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فرانسه کې سخت توپان سلګونه کسان وژلي او درانه زیانونه یې اړولي

کابل (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۳۰۳): د راپورونو له مخې، د فرانسې په مایوت جزایز کې د سخت توپان له امله چې په نږدې یوه پېړۍ کې بې‌ساری بلل شوی، سلګونه کسان مړه شوي او درانه زیانونه یې اړولي دي.

رویټرز د مایوت سیمې د چارواکو له قوله راپور  ورکړی چې ډېر سخت توپان و او احتمال یې شته چې زرګونه کسان یې له امله مړه او یا ټپيان شوي وي.

ورته مهال، د فرانسې د کورنیو چارو وزارت د مرګ‌ژوبلې شمېرو په اړه د پوښتنې په ځواب کې ویلي: «د ټولو قربانیانو تشخیص به سخته وي او په دې مرحله کې نه شو کولای کوم رقم تعیین کړو.»

ورته مهال، د یاد وزارت په وینا، په مایوت کې څه باندې ۱۰۰ زره ناقانونه کډوال ژوند کوي.

بلخوا، د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي: «زما فکر په مایوت کې زموږ له هېوادوالو سره دی چې بد ساعتونه یې تېر کړل او ځیني یې چې هر څه یې له لاسه ورکړل او خپل ځانونه یې له لاسه ورکړل.»

د مایوت یوه اوسېدونکي محمداسماعیل رویټرز ته ویلي: «ريښتیا هغه څه چې موږ یې تجربه کوو، یوه تراژیدي ده، تاسو احساس کوئ چې د یوې هسته‌يي جګړې له پایلو سره مخ یاست.. ما وليدل چې یو ځای ورک شوی دی.»

د راپورونو له مخې، په فرانسه کې یاد توپان په نږدې تېره یوه پېړۍ کې د بې‌سارې توپان په توګه بلل شوی دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.