میمنه (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۳): د فاریاب د کرنې ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د زعفرانو کښت له ډېرېدو خبر ورکوي خو وايي چې له ځینو ستونزو لکه د خپلو محصولاتو لپاره د مناسب بازار او د حکومت د ملاتړ له نشتوالي سره مخ دي.
په میمنې ښار کې یوه کروندګر عبدالله د پژواک خبري اژانس له خبریال سره په خبرو کې وویل چې تېرو څو کلونو کې یې د غنمو، خټکیو او هنډوانو کرلو ترڅنګ د زعفرانو کرلو ته هم مخه کړې ده.
د هغه په وینا، زعفران د نورو کرنیزو محصولاتو په پرتله اسانه کرل کېږي او ګټه یې هم ډېره ده.
نوموړي زیاته کړه: «زعفران یو وار کرل کېږي، ۵ تر ۶ کاله حاصل ورکوي او هر کال د مني په موسم کې وروسته له هغه چې د غنمو، وربشو، جوارو، خټکیو او هندواڼو حاصلات ټول شي، د زعفران ګل ثمر ته رسېږي او د بل هر نبات او کښت په پرتله کار او زحمت یې کم او ګټه یې ډېره ده چې د کورنۍ د ښځو او ماشومانو په وسیله یې محصول راټولېدلی شي.»
سهراب چې له ۱۵ کلونو راهیسې په فاریاب کې زعفران کري وايي، زعفران یو با ارزښته محصول او کرل یې حلال دي، خو ځینو کروندګرو د انجې او د زعفران د بيې کمېدو لپاره د پراخو تبلیغاتو له امله خپل د زعفرانو کښتونه خراب کړل چې دغه کار د زعفران د تولید د کمېدو لامل شوی دی.
هغه چې د زعفران ګل پر ټولېدو بوخت و د پژواک خبري اژانس خبریال ته یې وویل، پنځه کاله مخکې یې په درې نیم جریب ځمکه کې د زعفران پیاز وکره او له هغې وروسته هر کال یې یو ځل اوبه او خشاوه کوي.
هغه زیاته کړه، زعفران د لېندۍ په میاشت کې ګل ته رسیږي او د دوو اونیو په موده کې یې محصول د حشر او د کورنیو د غړو په همکاري ټولیږي.
هغه زیاتوي: «تېرو کلونو کې زعفران ارزانه و، پېرودونکي یې نه درلودل؛ خو سږکال خوښ دی چې هم د زعفران حاصل ښه دی او هم یې بیه لوړه شوې ده.»
میمنې ښار کې د زعفرانو بل کروندګر نصرالله د زعفران ګټې ته په اشارې وویل چې دغه محصول د نورو کرنیزو محصولاتو په پرتله ډېر ارزښت لري، خو په وروستیو کلونو کې یې بازار پیکه او دا دې لامل شو چې د زعفرانو ځینې کروندګر خپل کښت بدل کړي.
هغه له سرپرست حکومته وغوښتل چې د زعفرانو له کروندګرو سره مرسته او محصولاتو ته یې بازار موندنه وکړي او که مرسته او همکاري ونه شي، نو د زعفرانو کرلو ته به د بزګرانو لېوالتيا کمه شي.
د زعفرانو د کښت او توليد د يوه شرکت رییس قاري فضلاحمد له پژواک سره خبرو کې وويل، په دې وروستیو کلونو کې د زعفرانو د بيې ټيټېدو او پر ځای یې د انجې کرلو ته د خلکو مخه کولو له امله د زعفرانو د کروندګرو شمېر او دې برخه کې بنسټونو فعاليتونه کم شوي دي.
هغه زیاته کړه: «په فاریاب کې د زعفرانو د کروندګرو ۱۷ بنسټونو فعالیت درلود چې په هېواد کې له بدلون وروسته لغوه شول او په ورته وخت کې یو شمېر کروندګرو د زعفرانو د بیې ټیټېدو او د انجې د بازار غوړېدو له امله خپل د زعفرانو کښتونه ویجاړ کړي چې دغه کار د زعفرانو پر تولید منفي اغېز کړی، په سږ کال په فاریاب کې نږدې ۵۰ کیلو زعفران کې ترلاسه شوي دي.»
هغه زياته کړه، هغه کسان چې د زعفرانو کروندې يې ويجاړې کړې او پر ځاى يې انجه کرلې وه، اوس پښېمانه دي؛ ځکه چې انجه سوداګر نه لري، خو یو کیلوګرام زعفران له ۸۰ تر ۱۰۰ زرو افغانیو پلورل کېږي. هغه ټینګار کوي چې زعفران یو ارزښتناک محصول دی او سرو زرو په نوم یادیږي، هېڅکله نه بېارزښته کېږي.
د فارياب د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د کرنيزو چارو امر مخدوم حبيبالرحمن وويل، د ميمنې ښار په ګډون د دغه ولايت په اتو ولسواليو کې زعفران کرل کېږي او د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د زعفرانو کښت او حاصلات زيات شوي او کیفیت یې هم ښه دی.
هغه تاييدوي چې په تېرو درېيو کلونو کې د زعفرانو د پلورونکو د پراخو تبلیغاتو له امله يو شمېر کروندګرو خپلې د زعفرانو کروندې له منځه یوړي او پر ځای یې انجه وکرله چې تېر کال په ټول فاریاب کې یوازې پر ۴۰ جرېبه ځمکه زعفران کرل شوي وو او سږ کال نږدې پر ۱۰۰ جرېبه ځمکه دغه بوټی کرل شوی او څه باندې ۷۰ کیلو حاصلات تر راټول شوي دي.
هغه زياته کړه چې مخکې د زعفرانو بيه ټيټه وه او له کښت سره يې د خلکو لېوالتيا هم کمه وه، خو له تېر یو کال راهیسې هر کيلوګرام زعفران تر سل زره افغانيو پلورل شوي دي.
د فارياب د کرنې رياست مسوولين وايي، هڅه کوي چې د همکارو موسسو او شرکتونو په هڅونې سره له بزګرانو ملاتړ وکړي او خلکو ته د پوهاوي او ښوونيزو پروګرامونو په لاره اچولو سره د دغه ارزښتناک بوټي کښت ته وده ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP