کابل (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۳): یو شمېر حجامهکوونکي وايي چې د حجامې په کولو ځینې ناروغۍ درملنه کېږي، له بلې خوا، ډاکټران وایي، که حجامه د مسلکي کسانو له خوا وشي، د ځینو ناروغیو په ښه کېدو کې مرسته کوي، له دې پرته ښايي ځيني خطرونه ولري.
درملیزه حجامه: ځيني تاریخي سرچينې ښیي چې زرګونه کاله پخوا په مصر، چین، بابل او یونان کې له حجامې استفاده کېده؛ په لرغونې زمانه کې باور دا و چې له دې لارې د وینې په ایستل کېدو د بدن منفي انرژي له منځه ځي او د ښې روغتیا لامل کېږي.
د هغو کسانو د معلوماتو له مخې چې حجامه کوي، په دې طریقه کې لومړی د پام وړ هغه ځای په پاکي تراشي او وروسته یې په څو پړاوونو کې د ځانګړو ګیلاسونو په وسیله وینه راوباسي.
حجامهکوونکي: حجامه د بېلابېلو ناروغیو درملنې لپاره یوه غوره طریقه ده
د افغانستان د یوناني طبابت اتحادیې غړی او د کابل ښار په مرادخاني سیمه کې د المومن معالجوي کلینیک مالک حکیم روحالله یوسفزي پژواک خبري اژانس ته وویل: «حجامه (د وینې ایستلو طریقه) د بدن د بېلابیلو ناروغیو درملنې لپاره یوه غوره طریقه ده.»
هغه په داسې حال کې چې ویل یې ځيني خلک د ثواب او ځیني بیا د روغتیا په موخه دغه کار کوي زیاته کړه، حجامه د ملا او غاړې د ډیسک، روماتیزم، سردردي، میګرین، له پوستکي د بخار او داغونو لرې کېدو، سرطاني ناروغیو او ټایرایډ غدې لپاره اغېزناکه ده.
د یوسفزي په خبره، د ورځې شاوخوا لس ناروغان چې ډېری یې د پوستکي، د ملا ډیسک او سیاتیک لري، دغه کلینیک ته مراجعه کوي.
د سرچینې په خبره، حجامه په افغانستان کې له اتو کلونو را په دېخوا دود شوې او ورځ تر بلې یې مینهوال ډېریږي.
هغه په داسې حال کې چې ویل یې، په حجامه کې د بدن ناپاکه وینه ایستل کېږي زیاته کړه چې له دې لارې انسان نه کمزوری کېږي، په بدن کې د وینې جریان ډېریږي او د روغتیا لامل یې کېږي.
هغه سپارښتنه وکړه چې له حجامې وروسته تر ۲۴ ساعتونو پورې باید له حمام کولو، له سره شوو خوړو، لبنیاتو او هګیو خوړلو ډډه وشي.
د هغه په خبره، حجامهکوونکي د دغه عمل د اجرا پر مهال د هر کس لپاره باید له پاک ګیلاس او پل څخه استفاده وکړي.
خو حکیم یوسفزي وویل، چا چې د زړه عملیات کړی وي او یا په سوزک او اېچ پایلوري باندې اخته وي او دغه راز هغه ښځې چې په میاشتنۍ ناروغي کې وي، حجامه باید ونه کړي؛ ځکه د حجامې په ترسره کولو د هغوی ناروغي ډېریږي.
ورته مهال، په المومن کلینیک کې د ښځو برخې یوې کارکوونکې فرحناز رحیمي وویل چې د ورځې تر اتو ښځې او نجونې د حجامې لپاره دغه کلینیک ته مراجعه کوي.
د هغې په خبره، ډېری مراجعین یې له ۱۹ کلونو پورته نجونې جوړوي؛ ځکه چې دوی پر خپلو مخونو له بخاره شکایت کوي او د هغو د ښه کېدو لپاره له دې طریقې استفاده کوي.
نوموړې دغه راز زیاته کړه، کومې ښځې چې د مفصلونو او زنګنونو له درده شکایت لري، هغوی هم د خپلې درملنې لپاره له دې طریقې استفاده کوي.
یو ډاکټر: حجامه باید د مسلکي کسانو له خوا وشي
د کابل ښار په وزیر محمداکبرخان روغتون کې د عمومي داخله ناروغیو متخصص ډاکټر سید فریدشاه رفیعي وویل چې حجامه د درملنې یو پخوانی مېتود دی چې د خلکو او بېلابېلو فرهنګونو منځ کې دود دی او خلکو ترې د ناروغیو کمېدو او ښې کېدو په موخه د یوې کومکي درملنې په توګه استفاده کوله.
هغه وویل که له حجامې د اصلي درملنې ترڅنګ د یوې کومکي درملنې په توګه استفاده وشي، د طب له نظره ځيني ګټې او زیانونه لري.
نوموړي وویل: «حجامه کولای شي د بدن د وینې جریان ښه کېدو لامل شي او کله چې کومه ساحه تکلیف ولري، د وینې جریان یې ښه شي نو طبعاً د درملنې او التهاب ښه کېدو پروسه یې په چټکۍ ترسره کېږي.»ً
د هغه په خبره، له حجامې سره ممکن د ملا درد، سردردي او نیم سري ښه شي او دغه راز په دې طریقې سره د بدن د وینې جریان او التهاب هم ښه کېږي او د وینې ایستلو په دې طریقې سره مضره، سمی او زهري مواد له بدنه خارجیږي.
نوموړي د حجامې پر زیانونو هم ټينګار وکړ او ویې ویل چې دا طریقه باید د مسلکي کسانو له خوا ترسره شي او د حجامې پر مهال دې له تعقیم شوو وسایلو استفاده وشي څو انتانات، په ځانګړي ډول تور زېړی او ایډز د انسان بدن ته سرایت ونه کړي.
د هغه په خبره، که حجامه د غیرمسلکي کسانو له خوا ترسره شي، ممکن ساحې سمې مشخصې نهشي او د وینې ډېرې بهېدو لامل شي او ان ځينو مواردو کې ممکن خطرناک واقع شي.
ډاکټر رفیعي وویل، ځيني کسان شته چې له دې طریقې سره حساسیت ښيي او د حجامې له ترسره کېدو مخکې باید تشخیص شي.
ده د حجامې پر خطرونو د ټینګار ترڅنګ وویل، کوم کسان چې د زړه او تنفسي ستونزې لري او په کمخونۍ اخته وي، باید حجامه ونه کړي؛ ښايي ناروغي یې ډېره شي.
نوموړي خلکو ته سپارښتنه وکړه چې حجامه باید په هغو مرکزونو کې وکړي چې مسلکي کسان ولري.
ځيني خلک له دې طریقې خوښ دي
د کابل ښار یوه اوسېدونکې مهسا کمال وایي: «شاوخوا ۷ میاشتې مخکې مې په صورت او د شا په تخته د ډېرو دانو راپورته کېدو له امله حجامه وکړه، وروسته مې ښه حس درلود، یعنې دا احساسوم چې تاثیر یې کړی دی، ورځ تر بلې مې د صورت بخار ښه کېږي.»
هغې وویل چې یوه میاشت وروسته بیا حجامه کوم.
دغه راز، د کابل ښار د بيبي مهرو سیمې یوه اوسېدونکي احمد جاوېد وویل چې له نیمسري کړېده، یوه ملګري یې ورته وویل چې حجامه وکړه.
هغه وایي، یوه مرکز کې یې چې د دوی په سیمه کې ده حجامه وکړه، اوس یې د سر درد ښه شوی دی.
د کابل ښار بل اوسېدونکی محمد صمدي چې د حجامې لپاره راغلی وایي: «پر مخ به مې ډېر بخار و، د بخار ضد له صابونه مې استفاده وکړه، هيڅ ګټه یې راته ونه کړه، یوه ملګري مې حجامه کړې وه، ماته یې ادرس راکړ، ما څلور ځلې حجامه کړې ده، لږ ښه شوی یم، وایي چې ثواب هم لري.»
ورته مهال، یو دیني عالم مفتي محمد حسن شېرزاد وایي: «په اسلام کې طب ته ځانګړی ځای ورکړل شوی، امام بخاري، امام مسلم او امام داود رحمه الله، په خپلو کتابونو کې د حجامې په اړه لیکلي چې په دې اړه پیغمبر صلی الله علیه وسلم درې خبرې کړېؤ لومړی د حجامې د فضیلت په اړه، دویم د حجامې د ځای په اړه او درېیم د حجامې د ورځو په اړه یادونه شوې ده چې باید په هغو کې حجامه ترسره شي.»
هغه وویل، له ابوهریره رضي الله تعالی عنه نه روایت دی چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې که په کومو وسیلو سره درملنه کوئ، په ټولو کې غوره حجامه ده.»
هغه وایي، پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي چې حجامه باید د قمري میاشتو په ۱۷مه، ۱۹مه او ۲۱مه وشي، ډېره ګټه لري او د سې شنبې په ورځ دې باید ونه شي.»
د افغانستان د یوناني طبابت اتحادیې معلوماتو له مخې، دمګړۍ له دې اتحادیې سره د حجامې د ۳۲ مرکزونو له ډلې ۱۲ په کابل او نور په ولایتونو کې فعالیت لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP